تألیف: ډاکټر عبدالباقي حقاني
لومړی څپرکی: خلافت او اسلامي سیاست
د څلورو شرعي دلایلو په رڼا کې د اسلامي دولت جوړول او د امیر ټاکل
الف. د قرآن کریم په رڼا کې د اسلامي حکومت جوړول او د امام ټاکل
علامه عبدالکریم حامدي لیکلي دي:
ژباړه: (په دې کې هېڅ شک نشته چې د حکومت موضوع په قرآن کریم کې له مهمو محورونو څخه ده او د قانون جوړونې یوه مهمه برخه د اصولو، قواعدو او بنسټونو پر اساس رانغاړي؛ ځکه حکومت د دین د اقامې، پر رعیت د عادلانه سیاست، د حقونو حقدارانو ته د سپارلو او د ځمکې پر مخ له بېوزلو او کمزورو خلکو څخه د ظلم د لرې کولو بنسټیزه وسیله ده.
د دغو دندو په عملي کېدو سره خلک، د خپلو ټولنیزو توپیرونو سربېره، د امنیت او ارامۍ په سیوري کې ژوند کولای شي او دا احساس نه کوي چې له دوی سره ظلم او تبعیض کېږي.
که د قانون جوړوونکي له لوري د خلکو د حالاتو او چارو د تنظیم او سمون لپاره د یوه عادلانه رهبرۍ د ټاکلو په اړه پاملرنه نه وای شوې، چې د حق پر بنسټ له خلکو سره سیاست وکړي، نو له شک پرته به انساني ټولنې د ظلم او استبداد تر واک لاندې راغلې وای، زورواکي به پر کمزورو او شتمنو به پر بېوزلو واکمن شوي وای، د ظلم لمن به پراخه شوې وای او فتنې او فساد به عام شوي وای. دا هغه څه دي چې د انسانانو له لوړو موخو، لکه د ځمکې آبادول، عبادت، همکاري او تقوا، سره په ټکر کې دي.
(مقاصد القرآن من تشریع الأحکام، ۵۷۹ مخ)
د قرآن کریم له نصوصو څخه څرګندېږي چې په ټولنه کې د امام یا خلیفه ټاکل او د اسلامي حکومت جوړول یوه اړینه او لازمي چاره ده.
د اسلام سیاسي او اداري نظام