لیکوال: محبوبی
دویم څپرکی: افغانستان د اشغال په درشل کې
د پخواني شوروي اتحاد سقوط او وتل
د. د شوروي د پخواني اتحاد د دورې تلپاتې زیانونه – دوام
۱. کډوال: له پنځو میلیونو څخه زیات افغانان، چې د هغه وخت د هېواد د نفوس شاوخوا درېیمه برخه جوړوله، په نورو هېوادونو کې د کډوالو په توګه اوسېدل. دا د معاصر تاریخ تر ټولو ستره کډوالي څپه وه.
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد تراژیدي یو ځل بیا د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا د شلو کلونو اشغال پر مهال تکرار شوه. له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته پېښو په څرګنده وښوده چې نړیواله ټولنه هېڅکله په افغانستان کې د رښتینې سولې په لټه کې نه وه.
هماغه لوري چې د شوروي ضد مقاومت ملاتړ یې کاوه، ډېر ژر یې د یو بل پر وړاندې جګړه پیل کړه او په افغانستان کې یې خونړۍ کورنۍ جګړې ته لمن ووهله. دا سناریو د لوېدیځ له خوا د افغانستان د شل کلن اشغال پر مهال هم یو ځل بیا تکرار شوه.
تاریخ او تجربې دا حقیقت ثابتوي چې سترو قدرتونو د تاریخ په اوږدو کې افغانستان ته د دغه هېواد د آزادۍ لپاره نه، بلکې د خپلو استعماري موخو د ترلاسه کولو په خاطر مخه کړې ده.