ټولنیز مسئولیت:
په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون لپاره د مسئولیت احساس د کیفیت په لوړولو او په ټولنه کې د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته کوي؛ له همدې امله د ټولنې ټول غړي په ځانګړې توګه ځوان نسل باید تل د مسئولیت دا خالص احساس پیاوړی کړي او په دې برخه کې د نورو لپاره ښه بېلګه وي. په بل عبارت، که څه هم ګډون کوونکی په خپله خوښه او کله کله له تمې پرته او یوازې د مسؤلیت د ترسره کولو لپاره میدان ته وردانګي؛ خو په پای کې د مسئولیت دا احساس او د دې کړنو پایلې به د هغه په ژوند کې مثبتې اغیزې راولي.
کله چې یو څوک د ټولنیز مسئولیت ډګر ته د ژمنتیا په احساس سره ننوځي، د ټولنې زیان منونکي طبقې سره مرسته کوي او هغه په مختلفو اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري او نورو اړخونو کې د پرمختګ له امله رامنځته شوي ستونزې کموي او په دې توګه زیان منونکي طبقې لږ زیانمن کېږي.
یو مسئول وګړی تل ټولنیز مسایل د خپل ټولنیز ژوند په توګه مني او د خپلو مسئولیتونو په وړاندي بې غورۍ او په سپکه سترګه ورته نه ګوري؛ ځکه چې هغه د وضعیت په ښه کولو کې د خپل د نقش له اغېزې څخه ښه خبر دی. (عبادي، 1437: 13)
په اسلامي ټولنه کې د افرادو ټولنیز مسئولیت!