د کمونیزم پر ضد راپورته شوي انتقادونه په عمده توګه د تاریخي تجربو او فلسفي نظریاتو پر بنسټ دي چې د دې اقتصادي او ټولنیز نظام لپاره مهم دي.
لاندې د کمونیزم پر ضد د ځینو نیوکو یادونه شوې:
۱. د ژوند په ټولو اړخونو باندې د حکومت کنټرول: پر کمونیزم یوه مهمه نیوکه دا ده چې حکومت په دې نظام کې په اقتصادي او ټولنیزو پریکړو کې خورا ستر نقش لوبوي او د حکومت لخوا د واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابروي او حکومتونه کولای شي په غیر عادلانه توګه خپل ځواک وکاروي، چې په دې حالت کې د ټولنې او ټولنیزو قوانینو نظم سره ګډوډېږي.
۲. د انفرادي حقونو کمښت: بله نیوکه چې ډیری منتقدین یې په کمونیزم باندې کړي او دا نه یوازې نیوکه ده، بلکې په بشپړه توګه یو منلی حقیقت دی. منتقدین په دې باور دي چې دا نظام انفرادي حقونو او شخصي آزادیو ته زیان رسوي او پرځای یې د نفوس مساوات ته تمرکز کوي. کمونیستي نظام ټولنې او د هغې د طبقو د له منځه وړلو ته ډیره پاملرنه کړې، چې دا کار د ټولنې د فردي حقونو د ضایع کېدو لامل کېږي.
۳. دټولنې د اړتیاوو په پوره کولو پاتې راتلل: ځینې منتقدین په دې باور دي چې کمونیزم د ټولنې اړتیاوې نه شي پوره کولای چې دا امر د خدماتو او توکو د کیفیت د کمښت لامل کیږي. کله چې کمونیزم د ټولنیزو طبقو په مساواتو او له منځه وړلو باندې خپل ټول پام واړوي او سیالي او هڅې کمې شي، د خدماتو او تولید کیفیت به یقینا کم شي او خپل ټیټې کچې ته به راښکته شي.
۴. د ټولنیزو طبقو له منځه وړل: ځینې وګړي په دې باور دي چې په کمونیزم کې د ټولنیزو طبقو د له منځه وړلو هڅه په ښکاره ډول د انسان له طبیعت سره په ټکر کې ده او د انفرادي هڅونو د کمزوري کېدو لامل کیږي.
۴. د سیالۍ او نوښت نشتوالی: پر کمونیزم یوه مهمه نیوکه دا ده چې د سیالۍ نشتوالی او انفرادي اقتصادي هڅونې په ټولنه کې د نوښت او پرمختګ د کمښت لامل کیږي.
په ټولیزه توګه پر کمونیزم باندې انتقادونه د تاریخي تجربو او مختلفو فلسفي نظریاتو پر بنسټ ولاړ دي او که څه هم کمونیزم د مساواتو او د ټولنیز عدالت هدف تعقیبوي، خو انتقادونه د دې نظام په تطبیق کې بېلابېلې ننګونې او ستونزې څرګندوي.
د کمونیزم پر ضد راپورته شوي انتقادونه!