فهرست بستن

په فکري جګړه کې له لوېديځ سره

د مشرکانو، سیکولرانو، کمونیستانو او ملحدانو تر څنګ په یوه مجلس کې کښېناستل، د یوه قانون تر چوکات لاندې او د یوه نظام د پرمخ وړلو لپاره، یا هغوی ته د کفر د تبلیغ او اظهار اجازه ورکول، هېڅکله نه اسلام دی او نه هم د اسلامي دعوت مصلحت ګڼل کېدای شي.
بلکې الله تعالی په څرګند ډول له داسې خلکو سره له کښېناستو څخه منع کړې ده، لکه څنګه چې فرمایي:

(وَقَدْ نَزَلَ عَلَيْكُمْ فِي الكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْرًا بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذَا مَثْلُهُمْ إِنَّ اللهَ جَامِعُ المُنَافِقِينَ وَالكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا)
سوره نساء، آیت ۱۴۰

ژباړه:
«بېشکه (الله تعالی) په کتاب کې پر تاسې نازل کړي چې کله مو واورېدل د الله آیتونو ته کفر ویل کېږي او پرې ټوکې کېږي، نو له دغو خلکو سره مه کښېنئ، تر هغو چې بلې خبرې ته مخه نه کوي. که داسې وکړئ (چې له هغوی سره کښېنئ او د هغوی ملګرتیا ومنئ)، نو تاسې هم د هغوی په څېر یاست. بېشکه الله تعالی به ټول منافقان او کافران په دوزخ کې سره یو ځای کړي.»

په اوسنیو پارلمانونو کې په ښکاره لیدل کېږي چې سیکولران (بې‌دینه کسان)، کمونیستان، د نفس بندګان او نور ګمراه ډلې په ښکاره د ارتداد دفاع کوي، د کفري قوانینو ملاتړ کوي، او د اسلامي احکامو لکه جهاد، حدود، حجاب او نورو څخه تمسخر کوي او هغوی ته بېلابېل سپک نومونه ورکوي.
خو له دې ټولو فسادونو او څرګندو انحرافاتو سره سره، بیا هم ځینې مسلمانان د دیموکراسۍ او پارلمان‌سالارۍ په نوم، د دعوت د مصلحت په پلمه، له دغو زنادقه‌وو او مرتدینو سره په یوه پارلمان کې ګډ کار کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *