ټاپي د سیمې په کچه یو ستره او ګټوره پروژه ده چې په پلي کېدو بې د هېواد او سیمې بڼه کې د پام وړ تغییرات راسي، د سیمهایز اتصال او د هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا پراختیا او سیاسي اړیکو لا ټینګښت لپاره مثبتې اغیزې لري.
داچې افغانان پس له کړاوونو اوس غواړې د نړۍ او سیمې سره مثبت تعامل او مثبتې اړیکې ولري نو په همدغه اساس وینو چې ورځ تر بلې دې برخه کې پر مختګونه کیږي، د نړۍ او سیمې سره په ګډه پر سترو، حیاتي او اقتصادي پروژو باندي کار کیږي.
یاد موارد دا په ډاګه کوي چې افغانان نور د رڼا لور ته روان دي او یو زرین راتلونکی یې انتظار کوي.
د ټاپي پروژې پیلېدل د افغانانو مثبت لورته یو بل اوچت ګام دی چې په لومړي قدم کې به دې سره په زرګونو هېوادوالوته د کار زمینه برابره سي او اقصاد برخه کې یې به د پام وړ پرمختګ راسي.
همداراز داسي پرمختګونه د دې وړاندوینه کوي چې اوس هېواد خپل اصلي خلک پیدا کړي او کولای سي پرته له کومې ملاحظې خپل د هېواد په ګټه کار وکړي.
نړۍ ته هم اوس دا په ډاګه ده چې اسلامي امارت یو قوي او متحد نظام دی په ژمنه او کړنو یې باور کې دای سي، نو به همدغه اساس نړۍ او سیمه دې ته زړه ښه کوي چې افغانانو سره په بېلابېلو خصوصا اقتصاد برخه کې کار وکړي.
تاپي پروژه او اهمیت یې!