فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید غلام یحیی اکبري (سیاوشاني) رحمه الله
دویمه برخه

د همدې ورځو په څېر، په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په خاوره کې یو ۵۹ کلن سپین‌ږیری، چې ملا یې د عمر له امله لږه کږه شوې وه، خو روحیه یې لوړه او زړه یې له ایمان څخه ډک و، د امریکايي او ناټو ځواکونو پر وړاندې ودرېد. هغه شهید غلام‌یحیی اکبري و، چې د خلکو ترمنځ په «غلام‌یحیی سیاوشاني» مشهور و. نوموړی د مولوي محمد اکبر زوی او د سیاوشان کلي اوسېدونکی و. د هغه د مبارزې انګېزه د خپل دیني باور، د خپلې خاورې او د خپلو ارزښتونو دفاع بلل شوې ده. سره له دې چې عمر یې زیات و، خو ټینګ هوډ او استقامت یې د سیمې د ډېرو ځوانانو لپاره د الهام سرچینه وګرځېده.
د هغه د مقاومت ارزښت هغه مهال لا ښه څرګندېږي چې د ګذرې ولسوالۍ ستراتیژیک موقعیت ته وکتل شي. ګذره د هرات–کندهار پر لویه لاره پرته مهمه ولسوالۍ ده او د پوځي پلوه ځانګړی اهمیت لري. سره له دې، غلام‌یحیی سیاوشاني له خپلو لږ شمېر ملګرو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړ. د همدې مفهوم په اړه الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: ﴿كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾ (البقره: ۲۴۹)؛ یعنې: «څومره داسې لږ شمېر ډلې وې چې د الله په حکم یې پر لویو ډلو بریا ترلاسه کړه، او الله له صبر کوونکو سره دی.»

د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *