فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید الحاج ملا سلطان محمد آخند او شهید مولوي صابر (پلار او زوی) – تقبلهما الله
دویمه برخه

شهید الحاج ملا سلطان محمد آخند (دوام)
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر افغانستان د امریکا له اشغال وروسته، شهید سلطان محمد آخند یو ځل بیا وسله پر اوږه کړه او د مبارزې لومړۍ کرښې ته ودرېد. دا ځل هم د یوه نوي ځوان په څېر میدان ته راووت. سپین وېښتان یې د تقاعد نښه نه وه، بلکې د هغې تجربې او پوهې څرګندونه یې کوله چې د جګړې په ډګر کې د ځوانو مجاهدینو لپاره د لارې څراغ ګرځېدلې وه.
د بالابلوک په سیمه کې، چې د فراه–هرات پر لویه لار له ستراتیژیکو سیمو څخه ګڼل کېده، مجاهدینو د هغه او نورو قوماندانانو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پر کاروانونو ناڅاپي بریدونه ترسره کول. هغه د شېوان په کلي کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د لومړي برید شاهد و او له هماغې ورځې یې د دې لارې د دوام لپاره خپله هوډ لا پیاوړی کړ.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
«فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ»
(آل عمران: ۱۵۹)
ژباړه: «نو کله چې دې هوډ وکړ، پر الله توکل وکړه؛ بېشکه الله تعالی توکل کوونکي خوښوي.»
شهید سلطان محمد، پر الله تعالی په توکل سره، هېڅکله له خپل هوډ څخه په شا نه شو.

د مطلب دوام هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *