لیکوال: نهضت
درېیم فصل: د لوېدیځ د ژوند د سبک پایلې
ټولنیزې پایلې
أ. د کورنۍ د بنسټ له منځه تګ (طلاق او له نکاح څخه بهر زېږېدلي ماشومان) – دوام:
د دې پاشلتیا ریښې باید د تېرو پنځو لسیزو په ایډیالوژیکو بدلونونو کې ولټول شي. لیبرال فردپالنه، چې د ۱۹۶۰مې لسیزې د جنسي انقلاب تر اغېز لاندې وه، د خوند پالنې په ترویج سره یې د کورنۍ د ژمنو بنسټونه کمزوري کړي دي.
له رسمي واده څخه بهر ګډ ژوند اوس په امریکا کې د اړیکو ۶۰ سلنه جوړوي او د اروپا ۷۰ سلنه ځوانان دا ډول ژوند تر واده غوره ګڼي. دولتي سیاستونو هم دې بهیر ته زمینه برابره کړې ده؛ د واده شویو جوړو لپاره د مالیاتي نظام تنبیهي کړنلارې او د مجردو میندو لپاره اقتصادي ملاتړ، د کورنۍ د بنسټ د کمزوري کولو لپاره جوړښتي انګېزې رامنځته کړې دي.
د دیني ارزښتونو د څنډې ته کولو له امله چټک سکولاریزاسیون هم اخلاقي بېثباتي زیاته کړې ده؛ تر دې چې د اروپا یوازې ۱۰ سلنه ځوانان له دیني بنسټونو سره اړیکه لري.
په حقیقت کې، باید وویل شي چې دا ټولې ستونزې او بحرانونه د اومانیسم، فیمینیزم او سکولاریسم له منځ څخه سرچینه اخلي؛ هغه فکري بهیرونه چې له دین، کورنۍ، اخلاقي ارزښتونو او نورو ټولنیزو اصولو سره په ژور تضاد کې دي.
د پرمختګ وهم (د لوېدیځ د ژوندپر سبک کره کتنه)