سرلیک: ډیمو کراسي کفر ده، که اسلام؟
د ډیموکراسۍ تعریف
د لغت په لحاظ د ډیموکراسی اشتقاق له دوو پخوانيو يوناني لفظونو څخه شوی چې يو يې (دیموس) Demos د (ولس) په معنی او بل يې (کراتوس) Cratos (دواک) او (حکم) په معنی ده، چې د دواړو ترکيبي معنى (ولسواکي) يا د ولس حاکمیت دی.
او په اصطلاحي ډول بيا غربيانو ډيموکراسي داسي تعريف کړې ده: Government of the People by the People For the People د خلکو حکومت، د خلکو په لاس او د خلکو لپاره.
حکومت یا حاکمیت دوې برخې لري چې يوه يې د قوانينو او نظام برخه ده، او بله يي تنفيذي يا اجرايي برخه ده یعنی په ډيموکراسۍ کې به د ژوند د هر اړخ او د هرې مسئلې د حل لپاره قوانین هم د خلکو له خوا وضع کېږي، حاکم به هم د خلکو له خوا ټاکل کېږي، او فيصله به هم د خلکو لهخوا کېږي. (دين) (وحی) يا (آسماني رسالت) ته په ډیموکراسۍ کې هېڅ ځای نشته. د پورتنیو لغوي او اصطلاحي تعريفونو له حاصل څخه د ډیموکراسۍ جامع تعریف په لاندی شکل په لاس ته راځي او هغه داسې چې: ډيموکراسي د ژوند لپاره له داسي يوه سياسي، اجتماعي او فکري په دین نه ولاړ نظام څخه عبارت ده چی حاکمیت تشريع او فيصله وركي د خلکو له خوا، د خلکو په لاس او د خلکو لپاره د اکثريت په شکل کې له هر ديني قيد او بند څخه پرته ترسره کېږي.