فهرست بستن

فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» (دوولسمه برخه)!


سرلیک: په ډيموکراسۍ کې د تنفيذي قوې (حکومت) خصوصیات

۱ حکومت به د خلکو د اکثريت له خوا د عامو انتخاباتو له لاري منځته راځي.
۲- انتخابات به د داسي قانون په اساس تر سره کېږي چې (دین) ورکې هېڅ نقش نه لري.
۳ـ په انتخاباتو کې به د هېواد ټول خلک یو ډول سياسي حقوق لري. يعني هر څوک چې د هر دين او مذهب منونکي وي ټول سره يو ډول سياسي حقوق لري. دین د هغوی تر منځ د تفاضل (برترۍ) عامل نشي ګرځېدای.
د مسلمان او کافر، ښځې یا نر معیار په انتخاباتو کې ځای نه لري. ټول د (رأيې ورکولو) او (کانديدېدلو) مساوي حق لري. په انتخاباتو کی عقل، علم، تجربه، تقوی او صالحیت هیڅ ارزښت نه لري، يعنې د يوه بې سواده او يوه عالم رأيه سره مساوي ګڼله کېږي. همدا ډول د یوه ډېر زیرک او هوښیار انسان او د يوه نهايت غبي او احمق انسان د رأیو ترمنځ هېڅ فرق نشته همدارنګه د یو تجربه لرونکي پاخه ملي او سياسي شخص د رأيې او د هغه چا د رأيې ترمنځ چې په هېڅ نه پوهېږي او يوازې يو انسان دی هېڅ توپیر نشته په انتخاباتو كې يو صالح، متقز با عفته او محسن انسان له يوه رشوت خور، زاني، قاتل، لوطي، غله او حرامکار انسان سره بالکل یو ډول مساوي سياسي حق لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *