د ۱۳۷۱ هجري لمریز کال دغويي اتمه، د افغانستان په تاریخ کې یوه برخلیک ټاکونکې ورځ ده؛ هغه ورځ چې د دې خاورې د مجاهدو او ازادۍ غوښتونکو خلکو له څوارلس کلن نه ستړې کېدونکي جهاد وروسته، د پخواني شوروي کمونستي اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅي نظام پر وړاندې د عزت، خپلواکۍ او سرلوړۍ نوې دروازه پرانیستل شوه. دا ستره بریا د هغو مېړنیو خلکو د ټینګ هوډ پایله وه چې د قوي ایمان، پر الله تعالی د توکل او د ایثار د روحیې په مټ د پوځي ځواکمنو قدرتونو پر وړاندې ودرېدل او وښودله چې د مؤمن ملت اراده پر هر مادي ځواک بریالۍ کېږي.
د افغانستان د خلکو پرلهپسې مجاهدتونه او بېساري قربانۍ بالاخره د ثور په اتمه پایلې ته ورسېدې؛ هغه ورځ چې د «اللهاکبر» غږونه په ټول هېواد کې انګازې شوې او خپلواکي او عزت بېرته دې خاورې ته راستانه شول. دا بریا د اشغال او استبداد د یوې تورې دورې پای و، او همداراز د هغه الهي نصرت روښانه بېلګه وه چې صابر او استقامت لرونکي خلک یې مستحق ګرځي. د شهیدانو پاکې وینې، د مجاهدینو کړاوونه او د هغوی د کورنیو زغم، د دې تاریخي فتحې بنسټونه ټینګ کړل او د هېواد راتلونکی یې بدل کړ.
نن، د ثور اتمه یوازې د تقویم یوه ورځ نه ده، بلکې د ټینګ عزم، ایماني یووالي او د حق د بریا سمبول دی. دا ورځ د هغو قربانیو یاد تازه کوي چې زړورو خلکو د اشغالګرو د ټانکونو او توپونو پر وړاندې ترسره کړې او عزت یې دې خاورې ته بېرته راووست. د دې حماسې یاد، د شهیدانو له ارمانونو سره د بیا ژمنتیا او د خپلواکۍ، یووالي او دیني ارزښتونو د ساتنې ټینګار دی.