فهرست بستن

د هیواد په معاصر تاریخ کې د دراني امپراتورۍ ویاړونه!

احمدشاه بابا چې په احمد خان ابدالي مشهور و (۱۱۳۴-۱۱۸۶ هـ ق)، د دراني (ابدالي) امپراتورۍبنسټ ایښودونکی و ،(۱۱۶۰-۱۲۲۴ هـ ق). هغه تر ډېره حده د عصري افغانستان د بنسټګر په توګه یادېږي او د افغانستان د ټول ملت لپاره محبوب شخصیت و، چې تر اوسه  د هېواد په ټولو اقشارو کې هېڅ پاچا یا مشر داسې محبوبیت یې نه و ترلاسه کړی. احمدشاه بابا په( ۱۱۶۰ ق) کال کې د کندهار د لویې جرګې له خوا د پاچا په توګه وټاکل شو او هلته یې د خپلې پلازمېنې بنسټ کېښود. احمدشاه بابا د یوې شورا په مرسته چې د هیواد د بیلابیلو قومونو له نهو سلاکارانو څخه جوړه وه، خپله امپراتورۍ ته وده ورکړه، چې له ختیځ څخه د هند د ګورکانیانو او مراټهه امپراتوریو پورې، لویدیځ ته د ایران افشارو امپراتورۍ ته او شمال ته د ترکستان بخارا خانې  امپراتورۍ پورې یې خپله امپراتوۍ فيوغځاوه. په څو کلونو کې یې په لویدیځ کې له خراسان څخه په ختیځ کې کشمیر او شمالي هند او په شمال کې د امو دریا څخه په جنوب کې د عمان سمندر پورې خپل کنټرول یې غځولی و. احمدشاه ابدالي د هېواد په معاصر تاریخ کې د افغانستان تر ټولو عادل او ځواکمن امپراتور دی. له احمدشاه بابا وروسته د هغه زوی تیمورشاه (۱۱۸۷-۱۲۰۸ هـ ق) د دراني امپراتورۍ پاچا شو او د ستراتیژیکو دلایلو له امله د افغانستان پلازمېنه یې له کندهار څخه کابل ته انتقال کړه او و توانېده چې خپل د پلار د وخت افغانستان وساتي. خو وروسته د تیمورشاه زامن (زمان شاه، محمود شاه او شاه شجاع)  کابو د ۵۰ کلونو  په موده کې د ذات البیني اختلافاتو، د هیواد په بیلابیلو برخو کې د کورنیو تاوتریخوالو او بغاوتونو له امله د انګرېزانو او جاسوسانو د مستقیمو او غیر مستقیمو لاس وهنو چې په هند کې یې خپله ریښه غځولې وه او د هېواد په لوېديځ کې د قاجارانو خوځښتونه او د درانيو او سدوزیو ترمنځ کورني جګړې، د دې لامل شو چې زموږ د هېواد د جنوبي برخې تر پیښاوره پورې تجزیه او د سیکانو لاس ته ولوېږي. دا د هېواد په معاصر تاریخ کې لومړنۍ تجزیه  وه چې د انګریزانو په پلان، د سیکانو د بغاوت، د یو شمېر پوځي مشرانو د خیانت، ورور وژنې او کورنیو جګړو له امله موږ خپل د وطن نیمایي برخه له لاسه ورکړه.بالاخره شاه شجاع په ۱۲۵۸ کال کې په کابل کې ووژل شو. د دراني امپراتورۍ څه دپاسه سل کاله دوام وکړ او د هېواد د پولو له جوړېدو او د رشيد قوم او ناپېژانده مجاهدينو  او مکارو دښمنانو پر وړاندې له مبارزې وروسته دغه امپراتورۍ امير دوست محمد خان محمد زايي ته یې خپل ځاې پرېښود. (غبار ۱۳۶۸، ۳۵۴-۵۰۹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *