پیلامه:
ټولنه یوه پدیده ده چې د وګړو په راټولیدو سره شکل مومي. انسان د یو عاقل، هوښيار او ټولنيز موجود په توګه را پنځول شوی دی؛ چې په ټولنه کې ژوند وکړي او خپل ځان او نور د آخرت کمال او خوښۍ ته چې د هر هوښیار وګړي وروستی هدف دی، ورسوي او اسلام هغه دین دی چې د ټولنې مسایلو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده؛ تر هغه چې د دې ټولنې د اداره کولو او د دې ټولنې د ماته کښتۍ د انحراف څخه د ژغورلو او خپل منزل ته یې د لارښوونې لپاره ورته استازي لېږلي دي. هره ټولنه د نظم او ډسپلین د رامنځته کولو لپاره قانون او مسؤلیت ته اړتیا لري ترڅو دې مسؤلیتونو ته په کتو او ترسره کولو سره د ټولنې نظم و ساتل شي.خو لویه ستونزه دا ده چې نن ورځ خلکو د اسلامي ټولنې په وړاندې خپل ټولنیز مسؤلیت هیر کړی دی، یا پوهیږي عمل ورباندې نه کوي او یا مسؤلیت نه مني، چې اسلامي ټولنه له ګډوډۍ سره مخ شوې ده. له همدې امله، په اسلامي ټولنه کې د افرادو ټولنیز مسؤلیت، زیات ارزښت او اهمیت لري.