فهرست بستن

د اسلام او کورنۍ ترمنځ اړیکه!

موضوع: مساوات «برابروالی»
اخوت او ورورولۍ د انساني کرامت څخه سرچینه اخلي او په انساني کرامت کې د نارینه او ښځینه وو تر مینځ هیڅ ډول غوره توب نشته. دا ورورولۍ، همکارۍ او مرستې ته اړتیا لري ترڅو وکولای شو په ګډه د ژوند دوامداره ستونزې لرې کړو. همکاري د بشري تمدن د رامنځته کېدو یو له مهمو څرګندونو څخه دی چې نارینه او ښځې پکښې مساوي مسئولیت لري.همکاري او تعاون د مينې، خواخوږۍ، الفت او تفاهم پر بنسټ ولاړه ده او د ژوند په‌ ډګرونو کې یوازې د دې پاکو احساساتو په کارولو سره دی چې د نارینه او ښځینه وو ترمنځ رامنځته کیږي او انسان تکامل مومي. د اسلام ستر پیغمبر (ص) په حجه الوداع کې وفرمایل: (اې خلکو، ستاسو رب یو او پلار مو هم یو دی. پوه شئ چې عربان پر غیري عربو، غیر عرب پر عربو، سور پوستکو پر تور پوستکو، تور پوستکي پر سور پوستکو، له تقوا پرته دوی هیڅ کوم فضیلت یا غوره والی پر یو بل باندې نه لري. په تاسو کې تر ټولو عزتمنده الله تعالی ته هغه کسان دي، چې ترټولو متقی وي. ایا پیغام مې در ورسول؟ هغوی وویل: هو، اې د الله رسوله(ص). بیا یې وفرمایل: هغه کسان چې دلته حضور لري، هغه چا ته یې ورسوي چې غیر حاضره دي.دا د انساني او اسلامي وحدت سمبول دی چې د اسلام ګران رسول موږ او د انسانیت ټولو نسلونو ته د رسولو هڅه وکړه.
ادامه لري…

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *