سرلیک: ډیموکراسي کفر ده، که اسلام
د ډیموکراسۍ فکري بنسټ
معاصره ډيموکراسي په غرب کې زېږیدلې ده. د غرب په هکله خو دا خبره يو حقیقت دی چی غربیانو تر اوسه پورې هېڅ الهي دين په سالمه بڼه کې نه دی لیدلی ځکه چی یهودیت یوازي د بني (اسرائيلو) او هغوی نه غوښتل چې نور خلک خپل دین ته دعوت کړي او (مسیحیت) هم هغه وخت غرب ته ورسېد چې د متعصب يهودي (شاول) چې وروسته یې خپل نوم (پاول) ته اړولی وو او د مسیحیت د منلو دعوى يې کړې وه په لاس تحریف شوی و، او د (توحید) ځای وركې (تثليث) نيولی و.
تحريف شوي (مسيحيت) له رب سره د انسان د رابطی لپاره یو څه لارښوونې درلودې، خو د انسانانو ترمنځ يې د تعامل لپاره (شریعت) او (قوانین) نه درلودل.
په غرب کې خلکو د ژوند سياسي، اجتماعي او اقتصادي چارې د پخوانیو (روماني) او (يوناني) قوانينو او عرفونو مطابق عيارې کړې وې، چې دې کار له ډېر پخوا راهیسې د غربي ټولنې په ذهن کې دا قناعت ایجاد کړی ؤ چې دین د ژوند په چارو کې دخل او غرض نه لري. د ژوند او ټولنې په چارو کې د مسيحي دين د قوانينو د نشتوالي دغه تشه بادشاهانو ملکانو او سرمایه دارانو له خپل لوري د قوانينو په وضع کولو ډکه کړې وه. هغوئ داسي قوانين وضع کړي ول چې د غربي ټولنې اکثريت يې د يو څو بادشاهانو او فيوډالانو په خدمت کې په
بېلابېلو نومونو او شکلونو مسخر کړی و. بادشاهانو به پر خلکو خپل حاکمیت د الله تعالى له طرفه خپل حق ګاڼه، نه دا چې د ملت له طرفه دکوم تړون یا بیعت په نتيجه کې امانت ورسپارل شوی وي.
کلیسا هم که له يوې خوا د ژوند د چارو د تنظیمولو لپاره قانون او شریعت نه درلود، نو له بل لوري یې علم، دین، تفکر او عقل هم په خپل احتكار كي راوستلی و.