سرلیک: ډیموکراسي کفر ده، که اسلام
د معاصري ډیموکراسۍ مشهورو فیلسوفانو هر يو «توماس هوبز»، «رجان لاک» او «جان جاک روسو» د ډیموکراسۍ لپاره دغه بنسټ د social contact ټولنيز تړون د فلسفې په شکل کې وړاندې کړ چې خلاصه يې په لاندې ډول ده دغه فیلسوفان وايي: چې انسانان په پخوا زمانه کې همداسې په فطري ژوند کې اوسېدل ژوند یې نامنظم و قانون او دولت یې نه درلود چې د دوئ چاری منظمې کړې وای، وروسته بيا خلکو قانون او حکومت ته ضرورت احساس کړ، او د نظام او قانون د جوړولو لپاره سره راټول شول او افرادو د ټولنې په ګټه له خپلو یو څه شخصي حقوقو څخه په تېرېدلو په خپل منځ کې يو ټولنيز تړون Social Contac را منځته کړ، چې وروسته یې بیا د حکومت او قانون شکل غوره کړ، چې په دې اساس د قانون او حکومت تصور د خلکو له ارادی څخه را منځته شو. پورتنۍ نظريه له الله او د هغه له رسولانو او الهي اديانو څخه په انکار ولاړه ده. پدې معنی چې – نعوذ بالله – نه الله شته، نه يې خلک پيداکړي، او نه يې نظام قوانین او رسولان ورته رالېږلي دي. او يا دا چې الله د خلکو خالق دی، خو له پیدا کولو پرته يې نور هېڅ نه دي کړي. نه يې رسولان رالېږلي نه يې ادیان نازل کړي، او نه يې انسانانو ته د ژوند د چارو تنظيمول ورښودلي دي، ځکه چې که چېرې دا هرڅه شوي وای نو بیا به د ډيموکراسۍ د فیلسوفانو د Social Contac خیالی ټولنیز ترون ته څه ضرورت و ؟
فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» ( دوولسمه برخه)!