فهرست بستن

د ریچارډ بنټ پر سفر بندیز!

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنټ پر سفر باندې د افغان حکومت لخوا بندیز لګېدل له یوه اړخه: دا چې افغانان وروسته له څو لسیزو او سختو کړاوونو یو داسي حالت ته رسېدلي چې ټول خپل د وطن د ابادۍ او په ټوله کې د کلونو پاته ستونزو حل لپاره کار او فکر کوي، نو پکار ده تېر تاریخ ته په کتو افغانان خصوصا افغان حکومت هیڅ چاته د افغانانو کورني چارو کې ده ناوړه مداخلې حق ور نکړي هغه که په هر قیمت وي.
تاریخ دا ثابته کړه چې افغانان تل د بهرنیو لخوا به بېلابېلو برنامو او نومونو د ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګریوان سوي دي د افغان حکومت دا اقدام چې تر ډېره د افغانانو په ګټه دی باید سخت یې ملاتړ وسي ترڅو هغه کړۍ چې لاهم افغانانو ته ستونزې توږي او په کورنيو چاروکې مداخله کوي پښه ټوله او دا درک کړي چې افغانان اوس خپلو پرېکړوکې خپلواک دي هر حرکت چې د هېواد د ملي ګټو سره په ټکرکې وي د هغه سخت مخنيوی کوي.
د افغانستان یاده پرېکړه به نړیوال خپلو ناوړو کړنو ته متوجه کړي او دا مرسته به ورسره وکړي تر څو بیا را روانه کې د افغانانو په تصویر وړاندي کولو ټول اړخونه په پام کې ونیسي او د افغان ملت یو واقعي تصویر نړۍ ته وړاندې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *