سرلیک: د ډیموکراسۍ حقوق او آزادۍ په لاندي ډول دي:
۱ ـ د عقيدي آزادي:
په ډيموکراسۍ کې عقيده يو مسئولیت او مکلفیت نه، بلكې يو اختياري امر دی. په دی معنی چی دا ضروري نه ده چې انسان دي حتماً مسلمان و اوسي او يوازي د الله عبادت دي وکړي چې د ده خالق او مالک دی، بلکې په ډيموکراسۍ کې انسان د عقيدې په مجال كې آزاد دی خوښه يې چې کوم دين مني او که له سره يو دين هم نه مني. همدا ډول انسان دا حق لري چې يو دين پرېږدي او بل دين ته واوړي. مثلاً نن مسلمان وي، سبا ته مسيحي شي بل سبا ته هندو شي، بل ورځ يهودي، کمونست، بودایي او یا د کوم بل دین منونکی شي. هېڅ قانون او هېڅ مرجع له ده سره د دين د بدلولو د محاسبې حق نه لري؛ ځکه چې دا په ډيموکراسۍ کې د هغه خپل شخصي حق دی چې ټولنه او نظام د هغه له عقيدې سره هېڅ کار نه لري. او که کوم جهت له ده څخه دغه حق سلبوي نو ډيموکراسي باید په خپل ټول قوت د هغه تر څنګ ودرېږي او د دغه حق ساتنه یې وکړي.
فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» ( دوولسمه برخه)