سرلیک: د ډیموکراسۍ حقوق او آزادۍ په لاندي ډول دي:
دیني پلورا لیزم
په ډیموکراسۍ کې که څه هم چې (دین) د ټولنې او دولت په چارو کې څه رول نه لري خو دا چې ادیانو ته د خلکو فطري او معنوي ضرورت دی او دغه تشه له دین پرته په بل څه نه ډکېږي نو ځکه خو ډيموکراسي هم د عقيدې او عبادت تر حده د انسان په شخصي ژوندکي (دین) ته اجازه ورکوي او په همدغو حدود و کې ديني احزاب هم فعالیت کولی شي. خو پدې شرط چې په سیاسي او اجتماعي چاروکې به ډيموکراسي مني.پر همدې اساس هر څوک هر چېرې د خپل دین او عقیدې د خپرولو حق لري. د مثال په ډول لکه څنګه چې مسلمان تبلیغیان هر چېرې د اسلام د تبليغ حق لري، همدا ډول باید د هر دین او مذهب خلکو ته دا حق حاصل وي چې په مسلمانو ټولنو کې د خپل دين د خپراوي لپاره آزادانه کار وکړي او څوک یې مخه و نه نیسی او که یې مخه نيول کېږي نو دنړۍ ډیموکراتیک حکومتونه یې باید په خلاف اقدام وکړي. د دې لپاره چې د ډیموکراسۍ حقوق او آزادۍ چې د غرب د مسيحي ټولنې د روحي، اجتماعي سياسي او استعماري مقاصد و په نظر کې نيولوسره وضع شوي دي پر ټوله نړۍ د يوه قانون په شکل کې په حتمي ډول تطبيق شي دغه حقوق او آزادۍ د غربیانو لخوا د بشر د حقوقو د نړیوال میثاق په شکل کې راوړل شوي او په ملګرو ملتوکې پر شاملو هېوادونو په حتمي شكل منل شوي دي چې سرغړاوی ورڅخه په هېڅ صورت جائز نه ګڼل کېږي، لکه چې د بشر د حقوقو د ميثاق د نهه ويشتمې (۲۹) مادې په (ج) جزء کې چې په صراحت سره ليکل شوي دي: په هېڅ صورت کې روا نه ده چې له دغو حقوقو سره پداسې ډول تعامل وشي چې د ملګرو ملتو له اصولو او اهدافو سره تضاد ولري. يعنې ټول دولتونه به دغه حقوق او آزادی به په هماغه شکل او حیثیت تطبيقوي چې ملګري ملتونه يې غواړي او هېڅوک هغه په بله بڼه نشي تعبير ولى دغه حکم د هغو خلکو بهانه له منځه وړي چې وايي مونږ د بشر حقوق په اسلامي بڼه تعبير وو.
فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» ( د دوولسمې برخې ادامه)