فهرست بستن

یوه کتنه پر سیاسي اندېښنو

لیکوال: محبوبی
دوهم فصل: دموکراسي
۱۱. نقد او نظر
ب. د بیان ازادي

د بیان ازادي، چې د دموکراسۍ له بنسټیزو اصلونو څخه ګڼل کېږي، لږ تر لږه په دریم‌جهاني هېوادونو کې، په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې، ټولنه د ګډوډۍ او هرج‌ومرج پر لور بیایي. کله چې په اسلامي ټولنو کې د بیان ازادي په مطلق ډول اعلان شي، نو د مسیحیت، سیکولریزم او کمونیزم نظریې او اندونه یرغل راوړي او د بېلابېلو پلمو او دروغجنو شعارونو په وسیله د اسلام له لارې ځوانان اړوي او د ګمراهۍ کندې ته‌یې ورکاږي.

د موضوع د لا روښانتیا لپاره کولای شو د جمهوریت د دورې افغانستان ته وګورو. کله چې د شل کلن جمهوریت په دوره کې د بیان ازادۍ خبره راپورته شوه، د نظریاتو او عقایدو ډول‌ ډول څرګندونې رامنځته شوې؛ لکه د مسیحیت، سیکولریزم، کمونیزم او نورو اندونه. په دې موده کې نږدې مطلقه ازادي حاکمه شوه، خو یوازې هغه څرګندونې منع وې چې تشدد، وېره‌ خپرونه، یا د سیکولریزم او دموکراسۍ ضد خبرې پکې وې.

کېدای شي په ځینو هېوادونو کې چې دموکراسي پرې واکمنه ده، د بیان ازادي په منظمه توګه رعایت او عملي شي، خو بې‌شکه چې په ډېرو هېوادونو، په ځانګړي ډول د جمهوریت د دورې افغانستان کې، د بیان ازادي مانا دا وه چې هر څوک هر څه وغواړي، هغه ووايي او هر عمل وغواړي، هغه وکړي، بې‌له دې چې څوک یې مخه ونیسي، ځکه په هېواد کې د دموکراسۍ نظام حاکم و. دا چاره د اسلام د سپېڅلي دین له احکامو او قوانینو سره په څرګنده توګه په ټکر کې ده.

نه شي پټېدلی چې د دموکراسۍ په قوانینو او د هغو کسانو په نظر کې چې د دموکرات په جامه کې راڅرګندېږي، د رښتیني اسلام پیروي او د اصیلو اسلامي شعایرو پابندي د «ارهاب» (تروریزم) تر نامه لاندې منع ده. له هغو کسانو سره چې د خالص اسلامي اخلاقو پابند وي، قانوني چلند کېږي؛ لکه څنګه چې په د شل کلن جمهوریت په دوره کې ډېر رښتیني د اسلام پاسداران یا خو ترور شوي او یا شهیدان شول.

هغه نظام چې د لوېدیځې دموکراسۍ پابند دی، یوازې هغه اسلام مني او د هغه تبلیغ ته اجازه ورکوي چې د دوی له خوا سانسور شوی وي او د دوی د خوښې مطابق تعبیر شوی وي. د بېلګې په توګه، داسې اسلام چې په کې د جهاد د وسله‌وال اړخ هېڅ یادونه نه وي.

نو ځکه، د بیان ازادي او د فکر او اند ازادي یوازې یوه توطیه ده د دې لپاره چې اسلامي ټولنې له خپلې عقیدې او هویت څخه بې‌لارې کړي. په اصل کې دموکراسي د اسلامي ټولنو لپاره یوه خطرناکه دسيسه ده او بس. که دا خبره سمه نه وي، نو ولې امریکا د نړۍ له بل سر راځي او دموکراسي، چې بنسټ یې په ازادۍ ایښودل شوی، په زور د افغانستان او نورو هېوادونو پر خلکو تپي؟ نړیوال منشورونه خپله جوړوي، له ټولو هېوادونو غواړي چې تعقیب یې کړي، خو خپله‌یې په ښکاره توګه تر پښو لاندې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *