لیکوال: سید ابوالحسن ندوي
د خیبر غزه
(د هجرت اووم کال)
دوام:
بریالی قوماندان
د رحمت پېغمبر ﷺ د خیبر د پیاوړو کلاګانو پر لور یرغل وکړ، او مسلمانانو یوه وروسته له بلې فتحه کړې. لومړۍ کلا چې فتحه شوه، د «ناعِم» کلا وه. وروسته یې د «قَموص» کلا محاصره کړه، خو د قَموص فتحه پر مسلمانانو ډېره سخته او ګرانه تمامه شوه.
نبي رحمت ﷺ وفرمایل:
«سبا به د جګړې بیرغ هغه سړي ته ورکړل شي چې الله او د هغه رسول سره مینه لري، او الله به د هغه په لاس بری ورکړي.»
کله چې د صحابوو مشرانو دا خبره واورېده، هر یو یې هیله درلوده چې دا ستر افتخار او سعادت به ده ته ورسېږي. تر دې چې رسولالله ﷺ حضرت علي کرمالله وجهه راوغوښت. هغه د سترګو له درد څخه شکایت درلود. کله چې د رسول اکرم ﷺ حضور ته راغی، نبي ﷺ د خپل مبارک لعاب څخه د هغه په سترګو ولګاوه او ورته یې دعا وکړه. حضرت علي رضي الله عنه سمدستي روغ شو، داسې چې هېڅ درد یې نه احساساوه. رسول الله ﷺ بیرغ هغه ته وسپاره.
حضرت علي رضي الله عنه عرض وکړ:
«یا رسول الله! زه به له کفارو سره وجنګېږم، تر څو چې هغوی زموږ په څېر مسلمانان شي.»
نبي ﷺ وفرمایل:
«تر جګړې مخکې اقدام مه کوه، تر څو چې د هغوی ځای ته ورسېږې. کله چې ورسېدې، هغوی اسلام ته راوبله، او هغه څه چې الله پرې فرض کړي، ور وښیه.»
بیا یې وفرمایل:
«وَاللَّهِ لَأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلًا وَاحِدًا، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ.»
یعنې:
«په الله قسم! که الله ستا په وسیله یوازې یو سړی هدایت کړي، دا به ستا لپاره له هغه څخه غوره وي چې تا ته د سرو او قیمتي اوښانو رمې درکړل شي.»