لیکوال: محبوبی
لومړی فصل: مفاهیم او کلیات
کلتوري امپریالیزم
أ. د کلتوري امپریالیزم تعریف
کلتوري امپریالیزم هغې پروسې ته ویل کېږي چې په ترڅ کې یې یو سیاسي یا اقتصادي ځواک خپل ارزښتونه، ټولنیز معیارونه، د ژوند طرز او کلتوري الګوګانې پر یوې بلې ټولنې تحمیلوي. دا پدیده ډېری وخت د رسنیو، ښوونیز نظام، تبلیغاتو او ان د نړیوالو سیاستونو له لارې عملي کېږي. وروستی هدف یې د یوې ټولنې د فکرونو، باورونو او چلندونو بدلول دي، څو په تدریجي ډول یې بومي کلتور کمزوری یا د خپل کلتور په وسیله بدل کړي.د پوځي یا اقتصادي امپریالیزم پر خلاف، چې د مستقیم زور یا اقتصادي بندیزونو له لارې عمل کوي، کلتوري امپریالیزم په نامحسوس او تدریجي ډول پر مخ ځي.
د بېلګې په توګه، په افغانستان کې د امریکا د اشغال پر مهال، دغه هېواد نه یوازې د پوځي ځواک له لارې حضور درلود، بلکې د رسنیو، ښوونیزو بنسټونو او د «ډیموکراسۍ د پراختیا» د پروګرامونو له لارې یې هم هڅه وکړه چې لوېدیځ ارزښتونه، لکه فردپالنه، سیکولریزم او مصرفپالنه، د افغانستان د دودیزو جوړښتونو ځایناستي کړي.
د دې بهیر په غبرګون کې کلتوري مقاومت رامنځته شو، ځکه ډېری افغانانو دا هڅه د خپل اسلامي او ملي هویت د له منځه وړلو هڅه ګڼله.
پټ حقایق (په افغانستان کې د امریکا جنایتونه)