لیکوال: سید ابوالحسن ندوي
د خیبر غزا
د خیبر د پاتې کېدو شرط
د خیبر د جګړې له محاصرې وروسته ـ چې څو ورځې یې دوام وکړ او د خیبر کلاوې یوه په بلې پسې فتح شوې ـ رسول اکرم ﷺ وغوښتل چې یهودیان له هغه ځایه وباسي، خو هغوی وویل:
«ای د رحمت نبي محمد ﷺ! موږ په همدې سیمه کې پرېږده، څو د دې ځمکو د ابادۍ کار ته دوام ورکړو او له حاصلاتو یې ګټه واخلو، ځکه په دې کار کې زموږ تجربه له تاسو زیاته ده.»
رسول اکرم ﷺ او د هغه اصحاب داسې کسان نه لرل چې د کروندو او بڼونو پالنه وکړي، او دوی پخپله له دعوت او جهاد څخه فارغ نه وو؛ نو ځکه یې یهودیان د دې شرط په بنسټ په خیبر کې پرېښودل، چې د حاصلاتو نیمه برخه به د دوی وي او نیمه برخه به مسلمانانو ته سپاري. د دې پاتې کېدو موده د رسول اکرم ﷺ د پرېکړې پورې تړلې وه، چې هر وخت یې مصلحت ولید، د پای ټکی پرې کښېږدي.
رسول الله ﷺ به عبدالله بن رواحه رضي الله عنه خیبر ته لېږه، هغه به د حاصلاتو ارزونه کوله او به یې وویل: «انتخاب ستاسو دی.»
یهودیان د دې انصاف او عدالت له امله ډېر متأثر شول او ویل به یې:
«د همدې ډول عدالت او انصاف په برکت، آسمان او ځمکه ټینګه ولاړه ده.»