فهرست بستن

د رحمت پیغمبر ص

لیکوال: سید ابوالحسن ندوي

د خیبر غزا (د هجرت اووم کال)
د یهودو ناکامه توطئه

په د «خیبر» غزا کې هغه پېښه رامنځته شوه چې د رسول الله ﷺ د زهر ورکولو هڅه وشوه. یوه یهودۍ ښځه، د زینب بنت حارث په نوم، چې د سلام بن مشکم مېرمن وه، یو پسه یې په زهر ککړ کړ او پخلی یې پرې وکړ. هغې له مخکې پوښتنه کړې وه چې د اسلام پیغمبر ﷺ د پسه کومه برخه ډېره خوښوي؟ خلکو ورته وویل: د پسه اوږه (ذراع) د هغه لپاره تر ټولو خوږه ده. نو هغې په همدې برخه کې ډېر زهر واچول.

کله چې رسول الله ﷺ له دغه غوښې نه یوه موره واخسته، د اوږې غوښې ورته خبر ورکړ چې دا زهرجنه ده. نبي کریم ﷺ سمدلاسه موره له خولې وباسله.

له دې پېښې وروسته، رسول الله ﷺ یهودیان راوغوښتل او ورته ویې فرمایل:
«که زه له تاسو یو څه وپوښتم، رښتیا به ووایاست؟»
هغوی وویل: هو.
نبي ﷺ وفرمایل: «ایا تاسو دا پسه په زهر ککړ کړی و؟»
هغوی وویل: هو.
نبي ﷺ وپوښتل: «ستاسو موخه څه وه؟»
هغوی وویل: «موږ غوښتل که ته دروغجن یې، له تا څخه ځان خلاص کړو، او که رښتینی پیغمبر یې، نو زهر به درته زیان ونه رسوي.»

نبي کریم ﷺ امر وکړ چې هغه ښځه راوغوښتل شي. ښځې وویل: «زه دې د وژلو اراده لرله.»
نبي ﷺ وفرمایل: «الله تعالی نه‌دی غوښتلی چې ته پر ما بری ومومې.»

صحابه‌وو عرض وکړ: «یا رسول الله! آیا موږ دا ښځه ووژنو؟»
نبي ﷺ وفرمایل: «نه.» او هغې ته یې کوم زیان ونه‌رساوه، نه یې بندي کړه او نه یې مجازات کړه.

خو وروسته، کله چې بشر بن براء د همدې زهرجنو غوښو له خوړلو وفات شو، رسول الله ﷺ د قصاص په توګه امر وکړ چې هغه ښځه ووژل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *