لیکوال: محبوبی
د تبلیغاتي جګړې بېلګې او مصداقونه د اسلام د لومړیو وختونو څخه ډېر موندل کېږي؛ د نمونې په توګه یوازې څو مثالونه یادوو:
د تبلیغاتي جګړې ځانګړنې
د ټولنې د هویت او شخصیت بدلول
د تبلیغاتي جګړې یوه مهمه ځانګړنه د هویت جوړونه او د ټولنې د اصلي هویت او شخصیت بدلول دي. ځکه هویت د هر ډول نوې ټولنیزې انجنیرۍ بنسټ ګڼل کېږي؛ له همدې امله تبلیغاتي جګړه د هویت له مفهوم سره ژوره اړیکه لري.
هویتونه هغه بنسټیز مفاهیم دي چې د یوې ټولنې د افرادو ذهنیت جوړوي، او خلک د همدې مفاهیمو له لارې د خپل چاپېریال د پېښو او تحولاتو په وړاندې حساسیت ښيي او عکسالعمل څرګندوي. د ټولنې وګړي یو بل ته، او تر ټولو مهم، خپل ځان ته وایي چې دوی څوک دي، او بیا هڅه کوي داسې چلند وکړي چې له هغه تصور شوي «ځان» سره سمون ولري.
هویت لږ تر لږه په درې اساسي پوړونو کې څېړل او پېژندل کېدای شي: فردي، ګروهي او ملي هویت.
ملي هویت یو سیاسي ـ ټولنیز جوړښت دی چې لږ تر لږه په یوه جغرافیایي واحد کې شتون لري، او کولای شي د تمدن په بڼه هم راڅرګند شي؛ یعنې د هېواد جغرافیایي پولې تېرې کړي او څو هېوادونه یا یوه سیمه تر خپل اغېز لاندې راولي.