فهرست بستن

په فکري جګړه کې له لوېديځ سره

لیکوال: عبدالهادي مجاهد

د دیموکراسۍ په مشارکت کې د شکونو مناقشه او ځوابونه
څلورمه شبهه: د دعوت د مصلحت لپاره ګډون په دیموکراسۍ کې
دریم ځواب: (ادامه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وفرمايل: «اې ابوالولید، وایه! زه دې خبرې اورم.»

نو عتبه خپل وړاندیزونه داسې وړاندې کړل:
«اې وراره زویه! که ته د دې پیغام په وسیله مال غواړې، موږ به درته دومره مالونه راټول کړو چې ستا شتمني به د ټولو نه زیاته وي.
او که عزت او مقام غواړې، موږ به تا خپل مشر او سردار وګرځوو، تر دې چې هېڅ پرېکړه به بې له ستا د رضا نه کېږي.
او که پاچاهي غواړې، موږ به تا خپل پاچا کړو.
او که پر تا جِن ناست وي او ته نشې کولای له هغه ځان خلاص کړې، نو موږ به تا یو کاهن ته یوسو چې درباندې رُقَیه وکړي (لوست درباندې وکړي)، او په دې لار کې به هر څومره مال چې لازم وي، مصرف کړو، تر څو تا له دې ستونزې خلاص کړو.»

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه ټولې خبرې واورېدې، هغه ته یې وفرمايل:
«اې ابوالولید، ستا خبره خلاصه شوه؟»
هغه وویل: «هو، خلاصه شوه.»

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل:
«اوس زما خبره واوره!»

بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکې سورت فصلت څخه آيتونه ورته تلاوت کړل.
او هغه وړاندیز يې چې قریشو غوښتل له ده سره يو ګډ نظام جوړ کړي — چې مشري او زعامت به یې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کې وي — په قاطع ډول رد کړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *