لیکوال: عبدالهادي مجاهد
د دیموکراسۍ په اړه د ګډون په باب د شبهاتو مناقشه او ځوابونه
څلورمه شبهه – په دیموکراسۍ کې د دعوت د مصلحت لپاره ګډون
درېیم ځواب (ادامه):
د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا د کفارو د هغې وړاندیز ردول، چې د ګډ نظام د جوړولو غوښتنه یې لرله، په ښکاره ډول څرګندوي چې:
رسول الله صلی الله عليه وسلم د کفارو سره د ګډ نظام د جوړولو نظریه حتی په هغه وخت کې هم ونه منله، چې مسلمانان د ظلم او محرومیت تر سخت فشار لاندې وو، او اصحاب یې د مشرکینو له سختو ازیتونو او کړاوونو سره مخ وو.
په داسې حال کې چې که یې دا وړاندیز منلی وای، ممکن مسلمانانو ته چې په مظلوم حالت کې وو، لږه آسانۍ رامنځته شوې وای. خو له دې سره سره، پیغمبر صلی الله عليه وسلم دا کار ځکه ونه کړ، تر څو مسلمانانو ته دا درس ورکړي چې مؤمن او کافر هېڅکله په یو ګډ نظام کې نه شي یوځای کېدای — په ځانګړي توګه هغه وخت چې د چارو واک او زمام د جاهلیت او کفر په لاس کې وي.