د اسد تر ۲۴ مې پورې یوازې دوې ورځې پاتې دي؛ هغه ورځ چې د افغانستان د تېر مسیر او په وروستیو کلونو کې د رامنځته شویو بدلونونو د بیا ارزونې لپاره یو فرصت دی. په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي و. د دولت د بودجې، پراختیايي پروژو او اقتصادي فعالیتونو یوه لویه برخه د نړیوالې ټولنې له مالي ملاتړ سره پر مخ تلله، او د دغو مرستو په کمېدو یا درېدلو سره به د هېواد اقتصاد له جدي ننګونو سره مخ کېده.
خو اوس افغانستان هڅه کوي خپلې کورنۍ سرچینې لا ډېرې فعالې کړي؛ له کانونو او کرنې څخه نیولې، تر صنعت، سوداګرۍ، ترانزیټ او زیربنايي پروژو پورې. له سیمهییزو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو پراختیا هم کولای شي افغانستان له یوه مصرفوونکي او متکي هېواد څخه د سیمهییزې سوداګرۍ پر یوه فعال هېواد بدل کړي.
البته اقتصادي ځانبساینه اسانه او لنډه لار نه ده؛ دې موخې ته د رسېدو لپاره پانګونې، کورني تولید، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د خصوصي سکتور ملاتړ اړین دي، هغه څه چې اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.
۲۴ اسد یو فرصت دی چې دا پوښتنه مطرح کړو: ایا افغانستان داسې اقتصاد جوړوي چې د تېر په پرتله پر کورني تولید، داخلي سرچینو او سیمهییزې سوداګرۍ ډېر تکیه ولري او بهرنۍ اقتصادي وابستګي یې ورځ تر بلې کمه شي؟