لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسایل
لومړی: سیکولریزم
د سیکولریزم معنا: کله چې د سیکولریزم کلمې ته د اشتقاق له اړخه وګورو، د دې کلمې یوه معنا د علم شعار پورته کول دي. که سیکولریزم همدا معنا ولري، نو له اسلام سره په ټکر کې نه ده، بلکې علم د اسلام له وسایلو او موخو څخه هم دی. خو که د دې کلمې اصلي معنا ته مراجعه وکړو، چې ډېر مسلمانان په دې برخه کې غولول شوي دي، نو اصلي معنا یې داسې ده:
سیکولریزم د انګلیسي ژبې د «Secularity» کلمې ژباړه ده، چې له «Secular» څخه اخیستل شوې ده او د «Unreligious» کلمې مترادفه ګڼل کېږي، چې معنا یې بېدیني ده.له همدې امله، موږ پوهېږو چې ځینې کسان د سیکولر حکومت اعلان کوي او ځینې نور بیا له دې کار سره لېوالتیا لري. موږ د دې کلمې له تاریخچې او شالید څخه پوهېږو چې موخه یې څه ده.
پرته له دې چې د چا احساسات زیانمن شي، باید د یوه سیکولر دولت د اعلان او د یوه بېدینه دولت د اعلان ترمنځ توپیر په پام کې ونیسو او په اړه یې فکر وکړو. په دې توګه به درک کړو چې د «سیکولریزم» په نوم د دې اصطلاح کارول یوه ناسمه او غولوونکې ژباړه ده.
پوښتنه دا ده چې ولې د یوه بېدینه حکومت پر ځای د یوه سیکولر حکومت اعلان کېږي، په داسې حال کې چې د دې لیدلوري له مخې، سیکولریزم په خپل ذات کې له دین څخه د جلاوالي او بېدینۍ معنا لري او موخه یې د خلکو غولول دي؟
دا د هغو کسانو چل او فریب دی چې دغه کلمه د هغې له اصلي موخې او معنا پرته کاروي.