فهرست بستن

عصري جاهلیت

لیکوال: نهضت
دویم فصل: د عصري جاهلیت پټ بوتان
سریزه (دوام)

په دې فصل کې غواړو د اوسنۍ زمانې څلور ستر بوتان وڅېړو:
۱. د مطلقې آزادۍ بوت: هغه چې د «هر څه چې زړه دې غواړي، هماغه وکړه» تر شعار لاندې ټولنه د اخلاقي زوال پر لور بیايي.
۲. د خوندونو او مصرف بوت: هغه چې انسان یې په شهوت‌پال او مادي‌پال موجود بدل کړی دی.
۳. د تجربوي علم بوت: هغه چې هر هغه څه ردوي چې په لابراتوار کې د تجربې له لارې ثابت نه شي.
۴. د رسنیو او پانګې بوت: هغه چې د نویو معبودانو په څېر زموږ افکار او چلندونه رهبري کوي.
دا هماغه د معاصرې نړۍ دروغجن او باطل خدایان دي، چې په ښکلي او غولوونکي ظاهري بڼه موږ د یوازیني الله تعالی له عبادت څخه راګرځوي. هغوی موږ خپل اسیران کړي دي، په داسې حال کې چې موږ فکر کوو آزاد یو!
د دې فصل موخه دا ده چې دا حقیقت رابرسېره کړي چې دغه پټ بوتان څنګه د «مدرنیته» یا نوي عصر تر ښکلي نقاب لاندې د اسلام اصیل ارزښتونه له منځه وړي، او دا چې څنګه د اسلام د سپېڅلو او خالصو لارښوونو په لور په بېرته راګرځېدو سره له دې مدرن بند څخه ځانونه ژغورلی شوپه حقیقت کې، دا فصل هڅه کوي چې د نوي عصر دغه ناویل شوي او نه‌منل کېدونکي موضوعات تر پوښتنې لاندې راولي او لوستونکی خپل هغه هېر شوي ذات ته راوبولي، چې د الله تعالی په بندګۍ او عبادت کې خپل حقیقي مفهوم او معنا مومي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *