فهرست بستن

فکري روزنه (د اسلامي نړۍ لپاره د فکري جګړې لارې)

لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځ‌پالنې وسایل
سیکولریزم

د سیکولریزم د خپرولو وسایل؛ لومړی: تعلیم
په مصر کې د انګلیس ګومارل شوی واکمن، «لارډ کرومر» وايي: «د ملي تعلیم هغه نصاب چې د انګلیس له خوا وړاندې شوی و، واک او صلاحیت یې د الازهر پوهنتون په لاس کې و. الازهر پوهنتون چې د دین په اړه یې سخت دریځ او په چلند کې یې سختي لرله، د تعلیم په برخه کې یې له هر ډول اصلاحاتو سره مخالفت کاوه.هغه زده‌کوونکي چې له الازهر پوهنتون څخه فارغېدل، له دیني اړخه یې لوی تعصب درلود، خو د فکر او قضاوت وړتیا یې کمه وه. کله چې د الازهر د پراختیا او اصلاح لپاره امکانات برابرېدل، د پوهنتون له دننه څخه به یې مخنیوی کېده. دا کار یې ډېر خطرناک و، خو د اصلاح لپاره هېڅ هیله نه لیدل کېده او عملي کول یې ډېر ستونزمن وو. که د اصلاح هیله نه وای موجوده، نو عملي کول به یې ناممکن وو.
له همدې امله، د دین څخه د جلا تعلیم د اصلاح ساحه تړل شوې وه. خو هغه کسان چې له الازهر سره یې سیالي کوله، بالاخره په بریالیتوب سره خپل فکر خپور کړ.الازهر د دوو لارو په منځ کې و: یا به پراختیا مومي، او یا به له منځه ځي او نابودېږي.»پورته څرګندونې د «لارډ کرومر» د وینا یوه برخه ده؛ هغه څوک چې د انګلیس د اشغال پر مهال د مصر واکمن و او «ډنلوپ» ورسره همکاري کوله، چې د لندن د لاهوت له پوهنځي څخه فارغ شوی و.دا د مستشرق «جب» د خبرو بشپړوونکې برخه وه. هغه ویلي وو: «د نولسمې میلادي پېړۍ په وروستیو کې په مصر او هند کې د سیکولر تعلیم پلان په پوره پاملرنې سره عملي شو.»
وروسته دغه څرګندونې د یوه امریکايي مبلغ له خوا نورې هم بشپړې شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *