شهید مولوي عبدالحمید نوراني ـ تقبله الله ـ
دویمه برخه
له چاهتګ کلي څخه تر دیني زدهکړو پورې
شهید مولوي عبدالحمید، د حاجي عبدالله زوی، د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د چاهتګ په کلي کې په یوه دینداره او ولسي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.له ماشومتوبه یې په زړه کې د دیني علومو د زدهکړې نهمړېدونکې تنده لمبې وهلې. خپلې لومړنۍ زدهکړې یې د خپل کلي په جومات کې پیل کړې او د سیمې له علماوو څخه یې د قرآن کریم او دیني بنسټونو زدهکړه وکړه.
خو د علم تندې یې په دې اندازه بسنه نه کوله؛ له همدې امله، فیضآباد ته ولاړ او هلته یې د اسلامي علومو زدهکړو ته دوام ورکړ. وروسته شینډنډ ته لاړ او هلته یې هم په علمي مجلسونو کې ګډون وکړ او د فقهې، تفسیر او حدیث په برخو کې یې خپله پوهه لا پراخه کړه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«مَنْ سَلَکَ طَرِیقًا یَلْتَمِسُ فِیهِ عِلْمًا، سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ بِهِ طَرِیقًا إِلَى الْجَنَّةِ» (رواه مسلم)
ژباړه: «څوک چې د علم د ترلاسه کولو لپاره یوه لار ونیسي، الله تعالی به د همدې لارې له امله هغه ته جنت ته د تګ لار اسانه کړي.»
شهید نوراني پر دې حدیث په ټول وجود باور درلود او د همدې لارې په اوږدو کې یې کلونه کلونه د سفر سختۍ او له کوره لرېوالی پر ځان ومانه.