فهرست بستن

فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې)

تألیف: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځ‌پالنې وسایل
سیکولریزم

د سیکولریزم د خپرېدو لارې؛ لومړی: تعلیم
د عیسوي مبلغینو مشر «زویمَر» په ۱۳۵۴ هجري قمري کال (۱۹۳۵ میلادي) کې، هغه مهال چې فلسطین د انګرېزانو تر اشغال لاندې و، په بیت‌المقدس کې د زیتون غره پر سر یوې جوړې شوې غونډې ته داسې وویل:
«وروڼو! له اتلسمې پېړۍ څخه تر نن ورځې پورې موږ بریالي شوي یو چې په اسلامي هېوادونو کې د تعلیم ټول پروګرامونه تر خپل کنټرول لاندې راولو. موږ ستاسو لپاره په اسلامي هېوادونو کې داسې نسل روزلی دی چې له الله تعالی سره هېڅ اړیکه نه لري او نه هم غواړي چې دا اړیکه بېرته ټینګه کړي او یا یې وپېژني.
تاسو مسلمانان له اسلام څخه ایستلي ، خو عیسویت ته مو نه دي رابللي. له همدې امله، موږ داسې نسل روزلی دی چې استعمار یې په تمه دی؛ داسې نسل چې له ستونزو او سختیو سره د مقابلې توان نه لري، بې‌پروا، هوسا‌غوښتونکی او لټ دی.
که کوم مقام او لوړتیا ترلاسه کړي، د عیش او عشرت او شهوت‌پرستۍ له امله، نه غیرت لري او نه سخاوت. که څه زده کړي، د خپلو شهوتونو لپاره یې قرباني کوي، او که مال او شتمني راټوله کړي، هغه هم په خپلو شهوتونو لګوي.»
دا د هغوی خبرې وې، او د دغو خبرو د بیان ګټه موږ ته څرګنده شوه؛ دا چې په اسلامي هېوادونو کې د تعلیم په برخه کې غفلت موجود و.
اشغالګرو هغه مهال مسلمانان پرېښودل چې هغوی له خپل دین څخه لرې شوي وو. دا حالت هغه وخت رامنځته کېږي چې د دین پوهه له منځه یووړل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *