فهرست بستن

عصري جاهلیت

لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بتان
د مطلقې آزادۍ بت «دوام»

أ. د آزادۍ تعریف او ماهیت «دوام»
د سیاسي افکارو د تاریخ په څېړنه کې، د آزادۍ په اړه دوه اساسي او مهم لیدلوري پېژندل کېدای شي. لومړی لیدلوری چې د «ګډون نظریې» په نوم یادېږي، پر دې باور ټینګار کوي چې رښتینې آزادي هغه وخت تحقق مومي چې انسانان وکولای شي د حکومتولۍ او ټولنیزو پرېکړو په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.
د دې لیدلوري له مخې، انسان هغه وخت آزاد ګڼل کېږي چې د هغو قوانینو او مقرراتو په جوړولو کې مستقیمه او اغېزناکه ونډه ولري چې د هغه پر ټولنیز ژوند حاکم وي (مؤتمني، ۱۳۹۴: ۲۳–۲۵). دا لیدلوری د هغو فیلسوفانو په افکارو کې ریښې لري لکه ژان ژاک روسو او هېګل، چې د کمونیستي او سوسیالیستي نظامونو له فکري بنسټ‌اېښودونکو څخه ګڼل کېږي. په دې فکري لیدلوري کې آزادي د ټولیز برخلیک په ټاکلو او د ټولنې پر سترو بهیرونو د اغېز کولو په معنا ده.
د دې لیدلوري په مقابل کې د «مقاومت نظریه» قرار لري، چې د حکومتي واک پر وړاندې د فرد پر خپلواکۍ ټینګار کوي. د دې نظریې فکري سرچینې د جان لاک او منتسکیو په افکارو کې موندل کېدای شي. دا نظریه پر دې اصل ولاړه ده چې رښتینې آزادي هغه وخت معنا پیدا کوي چې افراد په خپل شخصي ژوند کې د حکومت له بې‌ځایه لاسوهنو څخه خوندي وي (هماغه اثر).
د دې اصل له مخې، د حکومت اساسي دنده د افرادو د شخصي حریم ساتنه او د داسې فضا برابرول دي چې وګړي په کې د واکمنې ادارې له لاسوهنې او فشار څخه پرته خپل ژوند ته دوام ورکړای شي.
له همدې امله، کله چې د سیاسي علومو د پوهانو له‌خوا د آزادۍ وړاندې شوي بېلابېل تعریفونه وڅېړو، نو په دې برخه کې د موجودو لیدلورو او نظریاتو تنوع راڅرګندېږي. د دغو تعریفونو هر یو د آزادۍ د دې پېچلي مفهوم یوه ځانګړې خوا روښانه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *