لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بوتان
د مطلقې آزادۍ بوت
ب. په لوېدیځ کې د مطلقې آزادۍ د اندېښنې تاریخي ریښې – دوام
کله چې د روښانتیا پېر ته ورسېدو، نو د «بشري عقل» په نوم نوی موټرچلوونکی د موټر تر شا کېناست. د جان لاک په څېر فیلسوفانو باور درلود چې موټر، یعنې هماغه آزادي، باید د «طبیعي قانون» پر سړک حرکت وکړي. که څه هم په دې پېر کې هغه الهي نقشه چې عیسوي دین وړاندې کوله، یوې خوا ته کېښودل شوه؛ خو لا هم د «عدالت» او «انصاف» هغه نښې چې انسانانو جوړې کړې وې، د لارې ټاکنه یې کوله. په حقیقت کې، د اخلاقو بریکونه لا هم فعال وو.
د نولسمې پېړۍ په تمځي کې، جان سټوارټ مېل د موټر ګڼ بریکونه لرې کړل. هغه ویل: «یوازې هغه مهال د بریک لګولو حق لرئ چې غواړئ نورو موټرو ته د زیان رسولو مخه ونیسئ.» دې نظریې د معنوي او اخلاقي بریکونو د ډېرو برخو د لهکار لوېدو لامل شوه او یوازې یو ساده بریک پاتې شو، څو د نورو پر وړاندې د مستقیم زیان مخه ونیسي.
خو په وروستي تمځي، یعنې شلمه پېړۍ کې، د نیچه او سارتر په څېر فیلسوفانو، چې له دین او مذهب سره یې هېڅ تړاو نه درلود، تر دې هم یو ګام وړاندې ولاړل. هغوی نه یوازې ټول بریکونه پرې کړل، بلکې موټرچلوونکی یې هم له موټره بهر وغورځاوه او چیغې یې کړې: «ولاړ شه، آزاد اوسه؛ هر چېرته چې غواړې، هلته لاړ شه!» پایله دا شوه چې د آزادۍ موټر، له موټرچلوونکي او بریکونو پرته، د عصري ژوند پر سړکونو بېمهاره پرېښودل شو؛ داسې موټر چې هره شېبه یې د ټکر او لوېدو خطر موجود دی.
دا تاریخي سفر ښيي چې آزادي څنګه له خپلې اصلي لارې واوښته او له یوې الهي لورینې څخه پر یوې ټولنیزې بلا بدله شوه. لکه څنګه چې له بریکونو پرته موټر نه یوازې ګټور نه دی، بلکې خطرناک هم دی، همداسې هغه آزادي چې اخلاقي او دیني چوکاټونه ونه لري، نه یوازې د پرمختګ لامل کېږي، بلکې ټولنه د تباهۍ کندې ته هم ورټېل وهي.
عصري جاهلیت