لیکوال: محبوبی
دویم څپرکی: افغانستان د اشغال په درشل کې
د شوروي اتحاد سقوط او وتل
د شوروي اتحاد وتل په حقیقت کې د یوه اشغال پای او د بل اشغال د پیل مقدمه وه. افغانانو فکر کاوه چې بریالي شوي دي؛ خو نه پوهېدل چې دا د کیسې پای نه، بلکې د یوې نوې تراژیدۍ پیل دی.
د افغانستان د مېړني ولس جهاد او مقاومت د ختیځ زبرځواک پر وړاندې د دې خاورې په تاریخ کې یوه بېسارې حماسه ده. هغه ولس چې تش لاسونه، خو له ایمان څخه ډک زړونه یې لرل، د خپلې پاکې خاورې د دفاع لپاره ودرېد او د سلګونو زرو شهیدانو په قربانۍ یې د عزت او آزادۍ الفبا په خپلو وینو ولیکله.
د کمونیستي شوروي اتحاد، چې د ختیځ بېسیاله زبرځواک و، پر وړاندې د افغانانو مقاومت د سرښندنې او مېړانې داسې تلپاتې انځور رامنځته کړ چې د نړۍ په تاریخ کې یې لږې بېلګې لیدل کېږي. دا زړورې جګړې به د تاریخ په حافظه کې د تل لپاره پاتې وي او د تېري کوونکو قدرتونو لپاره به تل د خبرداري زنګ وي.
دغه ستره جګړه تر نهو کلونو ډېره اوږده شوه. په دغو سختو کلونو کې افغان نارینه او ښځو په غرونو او درو، په ګرمي او یخنۍ کې، یوه شېبه هم له مبارزې لاس وانخیست. د دوی مقاومت ځکه لا ستونزمن و چې په یوه وخت کې یې له دوو دښمنانو سره جګړه کوله: هم له روسي اشغالګرو او هم د هغوی له لاسپوڅي حکومت سره.
پټ حقایق (په افغانستان کې د امریکا جنایتونه)