لیکوال: محبوبی
لسم څپرکی: اسلامي نظام
د اسلام مهم اړخونه
ب. ټولنیز اړخ
د اسلامي نظام په ټولنیز اړخ کې، د هراړخیزو او متوازنو قوانینو او لارښوونو په وړاندې کولو سره، دا نظام د لوېدیځو نظامونو او فکري مکتبونو پر وړاندې د یوه بشپړ او اغېزمن بدیل په توګه مطرح کېږي. دغه نظام نه یوازې په ټولنیزو اړیکو کې عدالت او انډول ته پاملرنه کوي، بلکې د اخلاقو، معنویت او مسؤولیتپالنې په ټینګار سره، یوه پرمختللې او باثباته ټولنه رامنځته کوي. په داسې حال کې چې لوېدیځو نظامونو د افراطي فردپالنې، ګټېغوښتنې او استثمار له لارې یوه ناعادلانه او بېثباته ټولنه رامنځته کړې، اسلام د پیاوړې کورنۍ، تودو ټولنیزو اړیکو او اقتصادي عدالت په ټینګار سره، یوه متوازنه او عادلانه ټولنه رامنځته کوي.
۱. کورنۍ؛ د ټولنې پیاوړی بنسټ
اسلامي نظام کورنۍ د ټولنې لومړنی بنسټ ګڼي او د دې بنسټ د پیاوړتیا لپاره یې قوانین وضع کړي دي. په داسې حال کې چې په لوېدیځو نظامونو کې، په ځانګړي ډول د لېبرالېزم تر اغېز لاندې، کورنۍ له بېثباتۍ او کمزورۍ سره مخ شوې ده، اسلام د مینې او رحمت په ټینګار سره د یوې سالمې او پایداره کورنۍ د رامنځته کېدو زمینه برابروي.
قرآن کریم د روم سورت په ۲۱م آیت کې فرمایي:
«وَمِنْ آیَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَکُمْ مِنْ أَنْفُسِکُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْکُنُوا إِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَکُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً»
ژباړه: (او د هغه له نښو څخه دا ده چې ستاسو لپاره یې ستاسو له جنس څخه مېرمنې پیدا کړې، څو د هغوی تر څنګ ارام ومومئ، او ستاسو ترمنځ یې مینه او رحمت پیدا کړل.)
دغه آیت څرګندوي چې په اسلام کې د واده موخه د ارامتیا، مینې او مهربانۍ رامنځته کول دي؛ په داسې حال کې چې په لوېدیځو نظامونو کې واده تر ډېره د فردي ګټو او خوندونو پر بنسټ ولاړ دی او په اسانۍ سره له پاشلتیا سره مخ کېږي.
همدارنګه، اسلام د مور او پلار او اولادونو اړیکو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. قرآن کریم د اسراء سورت په ۲۳م آیت کې فرمایي:
«وَقَضَى رَبُّکَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِیَّاهُ وَبِالْوَالِدَیْنِ إِحْسَانًا»
ژباړه: (او ستا رب پرېکړه کړې ده چې له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره نېکي وکړئ.)
دغه آیت څرګندوي چې له مور او پلار سره نېکي او درناوی د اولادونو له مهمو مسؤولیتونو څخه دي. په داسې حال کې چې په لوېدیځو نظامونو کې افراطي فردپالنې د کورنیو اړیکو د کمزوري کېدو او په کورنۍ کې د اخلاقي ارزښتونو د پیکه کېدو لامل شوې ده.
پر سیاسي اندونو کره کتنه