فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید مولوي عبدالحمید نوراني ـ تقبله الله ـ
څلورمه برخه
د مبارزې کلونه؛ د شوروي له یرغل څخه د امریکا تر یرغل پورې

شهید مولوي عبدالحمید د مبارزې په اوږدو کلونو کې تل د جهاد په تودو سنګرونو کې حضور درلود. نوموړي نه یوازې د شوروي د اشغال پر مهال د مجاهدینو ترڅنګ جګړه کړې وه، بلکې د هغوی له وتلو او د بېلابېلو نظامونو له واکمنېدو وروسته یې هم هېڅکله له خپلو جهادي دریځونو څخه شاتګ ونه کړ.
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا پر افغانستان د یرغل له پیل سره، نوموړي یو ځل بیا وسله واخیسته او د مقاومت په لومړۍ کرښه کې ودرېد.
هغه په ښه توګه پوهېده چې دا اشغال له شوروي اشغال سره هېڅ توپیر نه لري او یوازې د ظلم څېره بدله شوې ده. له همدې امله یې په بې‌ساري زړورتیا او ځیرکتیا خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې یې په ګڼو عملیاتو کې برخه واخیسته.
د هغه جنګي تګلارې تل له نوښت او ځیرکتیا سره مل وې او د مقابل لوري پر وړاندې یې درانه ګوزارونه کول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *