لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بوتان
د مطلقې آزادۍ بوت
ج. د مثبتې او منفي آزادۍ ترمنځ توپیر (دوام)
جان سټوارټ مېل په دې باور و چې یوازې په یوه حالت کې د فرد آزادي محدودېدای شي؛ هغه مهال چې د نوموړي کړنې نورو ته زیان ورسوي (مېل، ۱۳۸۵: ۱۴). په دې لیدلوري کې آزادي له بنسټیزو مفاهیمو لکه فردي حقونو، د انسان له حرمت او شخصیت، او له جبر او اکراه څخه د خلاصون سره تړلې ده.
د دې مفهوم په مقابل کې، مثبته آزادي یا «د یو څه لپاره آزادي» ده، چې د لوړو او مطلوبو موخو د ترلاسه کولو لپاره د فرد پر وړتیا او امکاناتو ټینګار کوي (برلین، ۱۳۹۰: ۳۰). په حقیقت کې، دا ډول آزادي موږ ته ښيي چې یو فرد تر کومه بریده پر خپل ژوند واکمن کېدای شي او خپلې وړتیاوې غوړولای شي. دا مفهوم د دې پوښتنې ځواب دی چې څوک باید زما پر ژوند واکمني وکړي؟
په دې لیدلوري کې، آزادي یوازې د بهرنیو خنډونو د نشتوالي په معنا نه ده، بلکې د افرادو د پیاوړتیا لپاره د مناسبو شرایطو او زمینو برابرول هم رانغاړي. د بېلګې په توګه، کله چې دولت د ښوونې او روزنې یا روغتیايي او درملیزو خدمتونو زمینه برابروي، په حقیقت کې د مثبتې آزادۍ لپاره اړین شرایط رامنځته کوي.
دواړه ډوله آزادۍ د انحراف له ګواښ سره مخ کېدای شي. که یوازې منفي آزادۍ ته پاملرنه وشي، ښايي ټولنه د افراطي فردپالنې او نابرابرۍ پر لور ولاړه شي. له بلې خوا، که یوازې پر مثبتې آزادۍ ټینګار وشي، ښايي دولت د خلکو سره د مرستې په پلمه د هغوی د ژوند په ټولو برخو کې لاسوهنه وکړي.
عصري جاهلیت