فهرست بستن

پر سیاسي اندونو کره کتنه

لیکوال: محبوبی
لسم څپرکی: اسلامي نظام
د اسلام مهمې ځانګړنې

ب. ټولنیز اړخ (دوام)
ټولنیزې اړیکې: اسلامي نظام داسې ټولنه رامنځته کوي چې پر اخلاقو، مسؤولیت‌پالنې او خواخوږۍ ولاړه وي. په داسې حال کې چې په لوېدیځو نظامونو کې فردپالنې او ځان‌غوښتنې د ټولنیزو اړیکو د سړېدو او بې‌روحه کېدو لامل شوې دي، اسلام د ګاونډیانو، ملګرو او آشنایانو پر حقونو په ټینګار سره یوه توده او صمیمي ټولنه رامنځته کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«مَا زَالَ جِبْرِیلُ یُوصِینِی بِالْجَارِ حَتَّى ظَنَنْتُ أَنَّهُ سَیُوَرِّثُهُ» (بخاري، ۵۶۶۹)
ژباړه: (جبرائیل علیه السلام به تل ماته د ګاونډي په اړه سپارښتنه کوله، تر دې چې ما ګومان وکړ، ګاونډی به هم د وارثانو په ډله کې شامل شي.)
دا حدیث څرګندوي چې په اسلام کې د ګاونډي د حقونو رعایت څومره ارزښت لري. په داسې حال کې چې په لوېدیځو نظامونو کې فردپالنې د دې لامل شوې چې خلک د خپلو ګاونډیانو حقونو ته لږه پاملرنه وکړي.
همدارنګه، الله تعالی په قرآن کریم کې د حجرات سورت په لسم آیت کې فرمایي:
«إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ» (الحجرات، ۱۰)
ژباړه: (بېشکه مؤمنان یو د بل وروڼه دي.)
دا آیت څرګندوي چې د مؤمنانو ترمنځ اړیکې باید د ورورولۍ او خواخوږۍ پر بنسټ ولاړې وي. په داسې حال کې چې په لوېدیځو نظامونو کې سیالۍ او ځان‌غوښتنې د ټولنیزو اړیکو د سړېدو او بې‌روحه کېدو لامل شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *