تألیف: ډاکټر عبدالباقي حقاني
لومړی څپرکی: خلافت او اسلامي سیاست
فقه او سیاست
د نفس د اصلاح لاملونه
مخکې د نفس د اصلاح اهمیت څرګند شو، اوس د نفس د اصلاح ځینې لاملونه بیانوو. علامه ماوردي رحمهالله د نفس د اصلاح لاملونه په لاندې ډول بیان کړي دي:
پر خپل ځان له ښه ګومان کولو څخه باید ډډه وشي
انسان باید تل د خپل نفس په اړه بدګومان وي؛ ځکه پر خپل نفس ښه ګومان کول ډېرې نیمګړتیاوې له ځان سره لري. علامه ماوردي رحمهالله لیکي:
«ربما حسن ظن بنفسه، فأغفل مراعاة أخلاقه فدعاه حسن الظن بها إلى الرضاعنها، فكان الرضا عنها داعيا إلى الانقياد لها، ففسد منها ما كان صالحاً، ولم يصلح منه ماكان فاسداً ؛ قال بعض الألباء: من رضي عن نفسه أسخط عليه الناسُ». (تسهیل النظر و تعجیل الظفر ص 48-49)
(د نفس د اصلاح یوه لاره دا ده چې انسان د خپل نفس په اړه بدګومان وي؛ ځکه ډېر ځله انسان پر خپل نفس ښه ګومان کوي او ځان نېک او پر سمه لاره ګڼي، په داسې حال کې چې د دې کار یوه نیمګړتیا دا ده چې انسان د ښو اخلاقو د ترلاسه کولو څخه غافلېږي. پر خپل نفس د هغه ښه ګومان د دې لامل کېږي چې له خپل نفسه راضي او ډاډه شي او ځان ښه انسان وګڼي. دا رضایت یې بیا د دې سبب کېږي چې د خپل نفس پیروي وکړي؛ په پایله کې یې اخلاق او کړنې فاسدېږي او هغه فاسد اخلاق او کړنې یې هم نه اصلاح کېږي.
ځینو هوښیارانو ویلي دي: څوک چې له خپل ځانه راضي شي، نور خلک ترې ناراضه کېږي.)
د اسلام سیاسي او اداري نظام