شهید مولوي عبدالحمید نوراني – تقبله الله –
څلورمه برخه
د مبارزې کلونه؛ د شوروي اتحاد له دورې څخه د امریکا تر اشغال پورې – دوام
هغه څه چې شهید نوراني یې له نورو قوماندانانو څخه بېل او ځانګړی کاوه، د جهاد په اړه یې هراړخیز لیدلوری و. هغه جهاد یوازې د جګړې ډګر ته نه محدوداوه، بلکې په فرهنګي، ښوونیزو او مدیریتي برخو کې یې هم خپلې مبارزې ته دوام ورکاوه.
نوموړي په جوماتونو او علمي محفلونو کې په ګډون سره د جهاد مفاهیم او د اشغالګرو پر وړاندې د مقاومت اړتیا روښانه کوله او ځوانان یې دې سپېڅلې لارې ته رابلل.
د هغه ښه اخلاق، نرمه ژبه او کریمانه چلند د دې لامل شوي وو چې ان مخالفین یې هم په بدۍ یاد نه کړي. هغه له هغو شخصیتونو څخه و چې د خپلو کړنو او ویناوو له لارې یې د اسلام اصلي څېره نندارې ته وړاندې کوله او د روایتونو په جګړه کې یې هم دښمن ته ماتې ورکوله.
د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت