فهرست بستن

فکري روزنه (د اسلامي نړۍ لپاره د فکري جګړې لارې چارې)

لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځ‌پالنې وسایل
سیکولریزم


د سیکولریزم د خپرېدو لارې؛ قوم‌پالنه:
د سیکولریزم او یا له اسلام څخه د مسلمانانو د لیرې کولو یوه بله وسیله قوم‌پالنه ده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د مهاجرینو او انصارو ترمنځ د اسلام پر بنسټ ورورولي ټینګه شوې وه او له دې پرته یې بل هېڅ هدف نه درلود.
د بلال بن رباح رضي الله عنه او خالد بن رویحه الخثعمي رضي الله عنه ترمنځ، د آزاد شوي غلام زید او د هغه د تره حمزه بن عبدالمطلب رضي الله عنهما ترمنځ، د خارجه بن زید او ابوبکر صدیق رضي الله عنه ترمنځ، او د عمار بن یاسر او حذیفة بن الیمان رضي الله عنهما ترمنځ اسلامي ورورولي ټینګه وه.
یوه ورځ یوه مسلمان د قوم‌پالنې غږ پورته کړ او ویې ویل: اې انصارو! بل کس بیا غږ وکړ: اې مهاجرینو! رسول الله صلی الله علیه وسلم په غوسه شو او ویې فرمایل: «ایا د جاهلیت شعار ته بلنه ورکوئ، په داسې حال کې چې زه ستاسو په منځ کې یم؟»
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کې فرمایلي دي:
«مَنْ قَتَلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ يَدْعُو عَصَبِيَّةً أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ» (رواه مسلم)
ژباړه: څوک چې د تعصب تر بیرغ لاندې ووژل شي، په داسې حال کې چې د تعصب بلنه ورکوي او یا د تعصب ملاتړ کوي، نو د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.
د حجة الوداع په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروستۍ سپارښتنه دا وه:
تاسو ټول د آدم علیه السلام له نسله یاست او آدم له خاورې پیدا شوی دی. هېڅ عرب پر عجم غوره‌والی نه لري او نه عجم پر عرب، نه سپین‌پوستی پر تورپوستي غوره دی او نه تورپوستی پر سپین‌پوستي؛ مګر غوره‌والی یوازې په تقوا کې دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *