فهرست بستن

پټ حقایق (په افغانستان کې د امریکا جنایتونه)

لیکوال: محبوبی
دویم څپرکی: افغانستان د اشغال په درشل کې
د پخواني شوروي اتحاد ماتې او وتل – دوام

أ. د ژنیو د سولې بهیر

له برژنیف وروسته د میخایل ګورباچوف په واک ته رسېدو سره، پخوانی شوروي اتحاد چې د افغانستان په جګړه کې یې درانه زیانونه ګاللي وو، د حل لارې په لټه کې شو. له افغانستان څخه وتل به د دې ستر زبرځواک نړیوال حیثیت ته دروند زیان رسولی وای.
ګورباچوف د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب، د ۱۳۶۷ کال د وري میاشتې په ۲۴مه، یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د شوروي اتحاد ځواکونه باید د نهو میاشتو په موده کې د افغانستان خاوره پرېږدي. په پای کې، د ۱۳۶۷ کال د سلواغې میاشتې په ۲۶مه، د شوروي اتحاد وروستي سرتېري هم په داسې حال کې له افغانستان څخه ووتل چې له درنو ماتو او سپکاوي سره مخ شوي وو. ګورباچوف وروسته افغانستان د شوروي اتحاد پر وجود یو داسې ټپ وباله چې د دې سترې امپراتورۍ په نړېدو کې یې مهم رول درلود.
د ژنیو د سولې بهیر په حقیقت کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د شرمېدلي وتلو لپاره یوه ډیپلوماټیکه ننداره وه. د ژنیو تړون د ۱۳۶۷ کال د وري میاشتې په ۲۴مه، چې د ۱۹۸۸ کال د اپرېل له ۱۴مې سره سمون لري، د ډیپلوماټیکې ځیرکتیا پایله نه وه، بلکې د هغو پوځي او اقتصادي فشارونو نتیجه وه چې شوروي اتحاد یې د ماتې او شاتګ حالت ته رسولی و. ملګرو ملتونو هم په دې بهیر کې یوازې د ظاهري منځګړیتوب رول ولوباوه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *