لیکوال: نهضت
درېیم څپرکی: د لوېدیځ د ژوند د سبک پایلې
ټولنیزې پایلې
د. د چاپېریال د ویجاړۍ بحران (دوام)
لوېدیځ هېوادونه چې ډېری وخت ځانونه د چاپېریال ساتنې مدافعین معرفي کوي، په حقیقت کې د ځمکې د کرې په ویجاړولو کې تر ټولو لویه ونډه لري. یوازې د امریکا متحده ایالات د نړۍ د شنو خونو د ګازونو د خپرېدو د څلورمې برخې مسؤلیت لري، په داسې حال کې چې د نړۍ یوازې پنځه سلنه وګړي پکې ژوند کوي. همدارنګه، د امریکا د پوځ له لوري د شنو خونو د ګازونو د تولید د کچې له اعلان څخه معافیت، د چاپېریال ساتنې موضوع ته د دې هېواد د جوړښتي بېپامۍ څرګندونه کوي. د لوېدیځو هېوادونو د خبرو او کړنو ترمنځ دغه ناهماهنګي، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړیوالو هڅو پر وړاندې د نړۍ باور کمزوری کړی دی.
د دې بحران د مخنیوي لپاره بېلابېلې لارې چارې وړاندیز شوې دي. د پاکې انرژۍ لکه لمریزې، بادي او د سمندر د څپو له انرژۍ څخه ګټه اخیستنې ته مخه کول، د مصرف د بڼې اصلاح، د بیاځلي کارونې پر بنسټ د اقتصاد رامنځته کول، د چاپېریال ساتنې د نړیوالو کنوانسیونونو پیاوړتیا او د چاپېریال ساتنې د فرهنګ دودول، د دغو لارو چارو له ډلې څخه دي.
خو د دغو لارو چارو پلي کول د ژوند په بڼه کې بنسټیز بدلون، د اقتصادي نظام بیاکتنې او د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا ته اړتیا لري. یوازې د یوې هر اړخیزې او عدالتمحورې تګلارې په خپلولو سره هیله کېدای شي چې دغه ویجاړوونکی بهیر ودرول شي او د ځمکې د کرې چاپېریالي توازن بېرته ورغول شي.
د پرمختګ وهم (د لوېدیځ ژوند پر سبک کره کتنه)