لیکوال: محبوبی
دویم څپرکی: افغانستان د اشغال پر درشل
د پخواني شوروي اتحاد سقوط او وتل
ج. د پخواني شوروي اتحاد په وتلو کې د امریکا رول
امریکایي سیاستوالو له هماغه پیله پوهېدل چې د افغانستان پر وړاندې به څه ډول برخلیک رامنځته شي. امریکایي تاریخپوه مایکل بېري لیکي: «امریکا د مجاهدینو د بریا په لټه کې نه وه، بلکې غوښتل یې چې پخوانی شوروي اتحاد د افغانستان په باتلاق کې ښکېل وساتي.»
له مجاهدینو سره د امریکا پوځي مرستې تر ډېره سمبولیک اړخ درلود. تر وسلو ډېر مهم هغه مالي ملاتړ او روزنیز پروګرامونه وو چې د امریکا د استخباراتي ادارې (سيآیاې) له لوري په ګاونډیو هېوادونو کې تر ټولو تندلارو ډلو ته ورکول کېدل. د لیکوال په وینا، دغو ډلو وروسته د داعش او القاعدې د بنسټیزو جوړښتونو په رامنځته کېدو کې ونډه لرله.
د پام وړ دا ده چې هماغو امریکایي چارواکو چې د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال یې له مجاهدینو ملاتړ کاوه، په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې هم له افراطي ډلو ملاتړ وکړ.
پټ حقایق (په افغانستان کې د امریکا جنایتونه)