فهرست بستن

فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې چارې)

لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځ‌پالنې وسایل
د ښځو آزادي



لکه څنګه چې سیکولریزم د اسلام پر وړاندې د پټې جګړې یوه تېرایستونکې شعار وه، او همدارنګه قوم‌پالنه هم د اسلام پر وړاندې د هغوی یو بل تېرایستونکی شعار و، په همدې توګه د ښځو د آزادۍ تر شعار لاندې موخه دا ده چې مسلمانې ښځې ځان ته راجذب کړي او د اسلام پر وړاندې ترې ګټه واخلي.
دا هڅه په لومړي سر کې د تبلیغي غونډو له لارې پیل شوه، چې موخه یې مسیحیت ته د مسلمانو ښځو بلنه وه. وروسته مستشرقینو هم د دې لارې پیروي وکړه او بیا د علم او پوهې خاوندانو هم دا لړۍ تعقیب کړه، چې په ختیځه اسلامي نړۍ کې د دغو کسانو شمېر ډېر و.
د آزادۍ موخه څه ده؟
آیا آزادي یوازې له غلامۍ څخه خلاصون ته ویل کېږي؟ نو مسلمانه ښځه هم باید له همدې ډول غلامۍ څخه آزاده شي؟
مسلمان هېڅکله د مخلوق بنده کېدای نه شي؛ ځکه د بندګۍ حق یوازې د خالق ذات پورې ځانګړی دی. له همدې امله، ډېر خلک د مخلوق له اسارت څخه آزاد شوي دي؛ که هغه انسان وي، پیسې وي، پانګه وي، واک وي او یا نورې دنیوي وسیلې.
مسلمانې ښځې هماغه حقوق لري چې نارینه یې لري. الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایي:
«وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ» (البقرة: ۲۲۸)
ژباړه: «او د ښځو لپاره هم د هغو دندو په څېر، چې پر دوی دي، په ښه توګه حقوق شته؛ او نارینه پر هغوی یوه درجه لوړوالی لري، او الله برلاسی او حکمت‌لرونکی دی.»
دا مرتبه هېڅکله د غلامۍ او مرییتوب په معنا نه ده، بلکې د نظم او نظام غوښتنه ده؛ لکه په بېړۍ کې چې باید یوازې یو کس د چلولو واګې په لاس کې ولري، ځکه که دوه کسان یې په یو وخت کې وچلوي، د بېړۍ د ډوبېدو امکان شته.
مسلمانه ښځه د نورو ښځو په پرتله ځانګړی مقام لري او خپلواک حقوقي شخصیت لري. هغه کولای شي د بل چا له مداخلې پرته په خپل نوم سوداګري وکړي؛ خو د لیکوال په وینا، فرانسوۍ ښځه نه یوازې دا چې په خپل نوم، بلکې د خپل مېړه له اجازې پرته هم په خپل مال کې د تصرف بشپړ واک نه درلود، او دا دود تر نږدې وختونو پورې هم دود و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *