فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څیرې؛ ژوند او شهادت

شهید حافظ عبدالحق فاروق – تقبله الله
لومړۍ برخه
سریزه

د افغانستان خاوره، د ایمان او غیرت دغه لرغونی ټاټوبی، د خپل له لوړو ژورو ډک تاریخ په اوږدو کې تل د داسې نارینه‌وو زانګو پاتې شوې ده، چې د ایمان رڼا یې د ظلم په تر ټولو تورو شپو کې د ځلېدونکي مشال په څېر د آزادۍ غوښتونکو لار روښانه کړې ده. دا هغه خاوره ده چې هره لوېشت یې د شهیدانو په وینو خړوبه شوې او هره ډبره یې د هغو نارینه‌وو د ټینګ هوډ شاهدي ورکوي، چې د ظلم د توپانونو پر وړاندې د غرونو په څېر ټینګ ولاړ وو او هېڅکله یې سر ټیټ نه کړ.
الله تعالی په خپل سپېڅلي قرآن کریم کې فرمایي:
«مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَنْ قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا» (الأحزاب: ۲۳)
ژباړه: په مؤمنانو کې داسې سړي شته چې له الله تعالی سره پر کړې ژمنه یې رښتینولي کړې ده؛ ځینو یې خپله ژمنه پوره کړې او ځینې نور یې په تمه دي، او په خپله ژمنه کې یې هېڅ بدلون نه دی راوستی.
د دې ژمنو د وفادارو کاروان په منځ کې داسې کسان شته چې نومونه یې د تاریخ په اسمان کې د ځلانده ستورو په څېر ځلېږي او یادونه یې د خلکو په زړونو کې ژوندي پاتې دي.
له دغو تلپاتې څېرو څخه یو هم شهید حافظ عبدالحق فاروق دی؛ هغه شخصیت چې د علم او تقوا په لمن کې را لوی شو او د جهاد په ډګرونو کې یې د خپل ایمان پوخوالی او زړورتیا څرګنده کړه. هغه خپل ژوند د دین او وطن دفاع ته وقف کړی و، د اسارت او شکنجې پر وړاندې یې وېره ونه کړه او په پای کې یې د شهادت جام وڅښه.
دا د هغه انسان د ژوند کیسه ده چې په ایمان یې ژوند وکړ او په ویاړ یې د شهادت مقام ته ورسېد.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *