فهرست بستن

عصري جاهلیت

لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بوتان
د مطلقې آزادۍ بت

۵. په بېلابېلو برخو کې د مطلقې آزادۍ څرګندونې (دوام)

۲. په اقتصادي برخه کې
په اقتصادي ډګر کې مطلقه آزادي د بې‌پولو آزاد بازار په بڼه څرګندېږي. په دې نظام کې د شتمنۍ راغونډول او د شخصي ګټې ترلاسه کول د مسلمو حقونو په توګه پېژندل کېږي، او د دولتي مقرراتو هر ډول محدودیت یا ټولنیز عدالت ته پاملرنه د اقتصادي ودې پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.
په دې لیدلوري کې انسانان تر دې چې ښه ښاریان وي، د حکومتي لارښوونو پابندي وکړي او د نورو د حقونو درناوی وکړي، تر ډېره د خپلواک مصرفوونکي په توګه پېژندل کېږي؛ په پایله کې انساني او ټولنیزې اړیکې یوازې مالي راکړې ورکړې او شخصي ګټې ته راټیټېږي.
د ځینو اقتصادپوهانو په وینا، په اقتصادي برخه کې مطلقه آزادي سپېڅلې ګڼل کېږي، چې کله ناکله ورته د «لېسه‌فر» (Laissez-faire) اصطلاح هم کارول کېږي (بیات، ۱۳۹۴: ۳۸۷). د دې لیدلوري یوه بېلګه د جرمي بنتهام په نظریه کې هم لیدل کېږي؛ نوموړی څرګندوي چې د انسان نېکمرغي په ډېرې خوښۍ، خوند او مادي شتمنۍ کې نغښتې ده (هماغه).
که څه هم د آزاد بازار دغه نظریه په ظاهره د منلو وړ ښکاري او د لوېدیځو فکري لیدلورو ملاتړ ورسره مل دی، خو په تاریخ کې یې منفي پایلې هم ثبت شوې دي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۰۸ کال نړیوال مالي بحران د «بازار آزادۍ» تر نامه لاندې د بانکي مقرراتو د لرې کولو مستقیمه پایله وه (بختیارزاده، ۱۳۸۸: ۵۲–۵۴).
بانکونو او مالي بنسټونو له دې مطلقې آزادۍ څخه په ګټې اخیستنې له لوړ خطر سره مخ معاملې ترسره کړې، چې په پایله کې یې د مالي نظام د ورکېدو او د میلیونونو انسانانو د ژوند د زیانمنېدو لامل شوې. دا د دې نظریې د منفي پایلو یوه څرګنده بېلګه ده.
سره له دې چې د دې ډول آزادۍ د منفي پایلو بېلګې شته، خو په معاصره نړۍ کې بیا هم دې آزادۍ ته ډېر اهمیت ورکول کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *